یکشنبه, مې 5, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

کتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

۱- ( څلورمه برخه))

———————————–

استدلال

د روبوټ جوړونې انجینران ګریګوري پاول او مایکل ډونوان هغه فضايي تمځای ته استول شوي وو چې پنځم لمریز تمځای نومېده. دوی له هغه کار نه کتنه کوله چې تجربوي روبوټونو سرته رساوه. پاول او ډونوان شاوخوا دوه اونۍ په دې تمځای کې وو چې یوې ستونزې ته یې پام شوو. 

دواړه ځوانان د مشر په خونه کې ناست وو. ګریګ پاول تر مېز اخوا وکتل او په کرار غږ یې وویل: ))ته، ما او ډونوان یوه اونۍ مخکې جوړ کړې.)) 

هېڅ ځواب رانغی. یوازې د وړانګو سمبالګر (ماشین) غږ راته چې خونه يې د مشر تر خونې لاندې وه. 

کیوټي ۱ روبوټ ونه خوځېده. سرو سترګو یې تر مېز اخوا سړي ته ځیرل. پاول ناڅاپه وارخطا شو. کیوټي روبوټونه ډېر زیات ځیرک وو، خو هېڅ څوک نه پوهېدل چې دوی څه فکر کوي. په دې کې شک نه وو چې د جوړېدو پر مهال په هر روبوټ کې د روبوټپوهنې قوانین ځای په ځای شوي وو. نو دغه روبوټ چې دې کسانو پرې کیوټي نوم ایښی وو، بې ازاره وو. خو کیو ټي موډل په وروستیو وختونو کې پنځول شوی وو. او دغه ماشین د کیوټي موډلونو لومړنۍ نمونه وه. 

پاول د توضیح په ډول وویل: ((ته یو چا جوړ کړې، کیوټي. ودې ویل چې ستا حافظې یوه اونۍ دمخه کار پیل کړ. دا ځکه چې ما او ډونوان په ګډه جوړ کړی یې. موږ له هغو پرزو جوړ کړې چې له ځمکې را استول شوي وو.))

روبوټ ورته وویل: ((باید تر دې ښه توجیه وړاندې کړې. زه دې ولې جوړ کړم؟ دا یو بې منطقه کار دی.)) 

پاول وویل: ((ولې؟)). ویې خندل. 

کیوټي وویل: ((زه تر اوسه لا باوري نه یم. خو زه به له خپل عقل نه کار واخلم او په حقیقت به پوه شم.))

پاول پاڅېد. د روبوټ په یخه، فلزي اوږه یې لاسونه کېښودل. ویې ویل: ((زه به درته یو څه واضح کړم. ته لومړی روبوټ یې چې د خپل موجودیت په باره کې دې پوښتنه وکړه. ته ځیرک یې. ته په دې پوهېدلی شې چې له دې ځای نه دباندې څه پېښېږي. له ماسره راشه.))

روبوټ له انجینر سره له خونې دباندې ووت. پاول یوه بټنه کېکاږله. د دېوال یوه برخه وازه شوه. تر دېواله شاته، د غټې ښیښې یوه کړکۍ وه. له کړکۍ نه اخوا یې توره فضا ولیده او میلیونونه روښانه ستوري يې تر سترګو شول. 

ویې ویل: ((وګوره.))

کیوټي له کړکۍ نه وکتل. ویې ویل: ((دې ته ورته شیان مې مخکې هم لیدلي، په انجن خونه کې.))

پاول تورتم اسمان ته ګوته ونیوله. ویې ویل: ((د هاغه په اړه څه وایې؟))

کیوټي ځواب ورکړ: ((یوه توره ماده ده چې کوچني ځلانده ټکي لري. زه پوهېږم چې سمبالګر پر دې کوچنیو ټکو وړانګې اچوي. دغه وړانګې تل په یو شان ټکو لګېږي. او زه پوهېږم چې دغه ټکي حرکت کوي او زموږ وړانګې هم له دوی سره حرکت کوي.))

پاول وویل: ((افرین، اوس غوږ ونیسه. دغه توره ماده فضا ده. فضا، نه پیل او نه هم پای لري. اندازه کېږي هم نه. دغه کوچني ټکي نړۍ دي – ځینې یې سیارې دي او یو شمېر يې ستوري دي. او دغه ټول په فضا کې په حرکت کې دي. یو شمېر نړۍ کوچنۍ دي. نورې يې لویې دي او میلیونونه کیلومتره پراختیا لري. فضايي تمځایونه، لکه دغه زموږ یو، د دې نړۍ په پرتله ډېر کوچني دي. پنځم شمسي تمځای یوازې یو میل پراخوالی لري. او دغه تمځای انسانانو جوړ کړی.)) 

پاول خبره پسې ونیوله: ((انسانان، لکه ډونوان او زه، په ځینو نړیو کې ژوند کوو. خو یو شمېر نړۍ یخې او تشې دي. د دې لپاره چې ژوند پکې وشي، انرژي ته اړتیا لري. تر ټولو ستر ستوری لمر دی. لمر د سوځوونکې انرژۍ لوی توپ دی. نو موږ له لمر نه انرژي اخلو او دغه انرژي یخو او تشو نړیو ته برابروو. موږ د دې تمځای د وړانګو سمبالګر استعمالوو او یخو نړیو ته پرې د انرژۍ وړانګې استوو.))

کیوټي پوښتنه وکړه: ((تاسو له کوم ټکي نه یاستئ؟))

پاول له کړکۍ نه وکتل. یوه کوچني او روښانه آبي ټکي ته یې ګوته ونیوله. ویې ویل: ((هاغه دی، کیوټي. هاغه زموږ نړۍ ده. موږ یې ځمکه بولو. په ځمکه درې بیلیونه انسانان ژوند کوي. او شاوخوا درې اونۍ وروسته به زه بېرته ځمکې ته ستون شم.))

 روبوټ وویل «خو زه څنګه، پاوله؟ زما موجودیت دې راته توجیه نه کړ.»

پاول وویل: ((فضايي تمځایونه چې لومړی جوړ شول، انسانانو پرې واکمني کوله. دوی به د انرژۍ وړانګې په سمه توګه لېږلې. خو د وړانګې حرارت او تشعشع خطرناک دي. او په فضا کې ډېری وختونه الکتروني توپانونه راځي. دغه شیان چې انسانانو ته زیان رسوي، نو ځکه روبوټونه جوړ شوو. او اوس، یوازې په هر فضايي تمځای باندې دوو انسانانو ته ضرورت وي. تر دې دمه چې کوم روبوټونه جوړ شوي، ته یې پرمختللې نوعه یې. که ته په یوازې ځان دغه تمځای اداره کړی شې، نور نو انسانان اړتیا نه لري چې دلته کار وکړي. دوی به یوازې د ترمیماتو لپاره د پرزو راوړلو په خاطر دلته راځي.))

د روبوټ سرو سترګو ځلا کوله. ویې ویل: ((سیارې چې میلیونونه کیلومتره پراخوالی لري! داسې نړۍ چې بیلیونونه انسانان لري! وبښه پاوله، خو زه دې په خبرو باور نه لرم. زه به پخپله حقیقت پیدا کړم.))

روبوټ چې له خونې ووت، ډونوان خونې ته را دننه شو او روبوټ یې ترڅنګ تېر شو. 

ډونوان پوښتنه وکړه: ((څه وشول؟))

پاول ځواب ورکړ: ((کیوټي ته مې وویل چې هغه موږ جوړ کړی، ځمکه، فضا، ستوري او سیارې مې ورته تشریح کړل. خو زما په خبرو باور نه لري. غواړي پخپله په حقیقت ځان پوه کړي.))

ډونوان ګوتې په خپلو سرو وېښتان کې تېرې کړې. په غوسه یې وویل: ((دغه روبوټ مې هسې اعصاب را خرابوي.))

ــــــــــ

څو ورځې وروسته کیوټي د مشر دروازه وټکوله او دننه شو. پاول او ډونوان غرمنۍ خوړه. ډونوان لاسونو کې سانډویچ نیولی وو، ښکته یې کېښود.

روبوټ ژر وویل: ((ډونوانه، پاوله، یو څو خبرې درسره لرم.))

ډونوان له پاول نه پوښتنه وکړه: ((اوس نو دلته کېنو او دې احمق روبوټ ته غوږ ونیسو؟))

پاول وویل: ((غلی شه، مایکه! ښه کیوټي وایه. غوږ یو.))

کیوټي وویل: ((له دوو ورځو نه فکر کوم. ډېر دلچسپه وو. زما لومړۍ پوښتنه دا ده: زما د موجودیت علت څه دی؟))

پاول تندی تریو کړ. ویې ویل: ((مخکې مې درته وویل. ته ځکه جوړ شوی یې چې موږ دواړو – ډونوان او ما – جوړ کړی یې.))

ډونوان وویل: ((او که زړه دې نه مني، نو موږ دې بېرته سره برخې، برخې هم کولی شو.))

روبوټ دواړو ته وکتل: ((تاسو جوړ کړم؟ ولې داسې فکر کوئ. دا خو بې منطقه خبره ده.))

پاول پوښتنه وکړه: ((ته ولې دا خبره کوې؟))

د کیوټي له خولې نا اشنا غږ ووت. تر ډېره خندا ته ورته وو. ویې ویل: ((تاسو ساده موجودات یئ. له نرمې مادې جوړ یئ. کمزوره یئ. سم نه یئ ډیزاین شوي.)) د ډونوان سانډویچ ته يې ګوته ونیوله. ویې ویل: ((تاسو مجبوره یئ له دې خوړو څخه چې په خوله یې ننباسئ، انرژي واخلئ. او خوب ته ضرورت لرئ. که د تودوخې په درجه کې لږ تغیر راشي، زیان وینئ. تشعشع درته زیان لري. خو زه ډېر ښه ډیزاین شوی یم. زه په ډېر اسانه انرژي اخیستلی شم. او په سملاسي او مؤثر ډول یې استعمالوم. فلزي بدن مې قوي دی او خوب ته هم اړتیا نه لرم. تشعشع او د حرارت درجې بدلون ماته کوم زیان نه لري. یو ساده موجود، تر ځان برتر او بهتر موجود نه شي پنځولی.))

ډونوان په غوسه وویل: ((که موږ نه یې جوړ کړی، نو چا جوړ کړې؟))

کیوټي ورو سر وخوځاوه. ویې ویل: ((ډونوانه، افرین دې وي په تا. همدا زما دوهمه پوښتنه وه. کوم ذات چې زه خلق کړی یم، هغه باید تر ما ډېر ځواکمن وي. نو، دې پوښتنې ته یوازې یو منطقي ځواب پاتې کېږي.))

دواړه سړي غلي وو. 

کیوټي خبره وغځوله: ((هغه ذات جوړ کړی یم، چې د دې تمځای هر شی کنټرولوي. موږ ټول هماغه ته کار کوو.))

ډونوان، پاول ته وکتل. ویې ویل: ((ګریګه! دا خو د هغه کنورټر په باره کې غږېږي، کنه؟))

کیوټي اسوېلی وایست. ویې ویل: ((زه د خدای په باره کې خبرې کوم. خدای هغه موجود دی چې موږ ټول یې خدمت کوو.))

ډونوان وخندل او پاول خپل سر وخوځاوه. 

روبوټ وویل: ((هغه ذات لومړی انسانان خلق کړل. انسانان تر ټولو ټیټ مخلوقات دي. ساده دي. ورپسې دې ذات لا ډېر ځیرک او هوښیار موجودات وپنځول؛ یعنې موږ روبوټونه. په پای کې دې څښتن زه جوړ کړم. زه دلته د دې لپاره را استول شوی یم چې د وروستیو انسانانو ځای ونیسم. له نن نه وروسته به زه د خدای خدمت کوم.))

پاول په غوسه ویل: ((نه! ته به زموږ خبره منې. ته به تر هغو غلی کېنې، تر څو موږ پوه شو چې ته له کنورټر نه سمه استفاده کولی شې که نه. ته به دلته له کنورټر سره کار کوې. همدا وجه وه چې ته مو جوړ کړې. په خبره پوه شوې؟ اوس ځه نو.))

کیوټي څه ونه ویل او له خونې ووت. 

ډونوان ګوتې په وېښتانو کې تېرې کړې. ویې ویل: ((دغه روبوټ مو په کومه بلا اخته کوي. بیخي لېونی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب