یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکابل: يوې ډلې ښځو د حجاب او ط په ملاتړ لاریون...

کابل: يوې ډلې ښځو د حجاب او ط په ملاتړ لاریون کړی

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) کابل کې پرون ‏يو شمېر ښځو د طالبانو د حکومت او د دوی له نظره د حجاب د غوره بڼې په ملاتړ لاریون کړی.

دوی د هغو ښځو مخالفت هم کړی، چې د حجاب د بڼې په اړه ورسره هم نظره نه دي او دوی يې په « بې حجابۍ» تورنوي.

يادو لاریونوالو د کابل په یوه جومات کې د سيرت النبي سيالۍ له پای ته رسیدو وروسته پر سړک د لاریون په بڼه مارش کړی او طالب ځواکونو یې امنيت نیولی و.

په ټولنیزو رسنیو کې طالب مبلغينو د دغه حرکت تود هرکلی کړی او ویلي، چې ښځې د دوی له واکمنۍ او اصولو څخه راضي دي.

د طالبانو منتقدینو مېرمنو بیا یاد شوی مارش د طالبانو يو نمايش او تبلیغاتي هڅه ګڼلې ده.

څو ورځې مخکې په کابل کې یو شمېر ښځينه لاریونوالو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سياستونو خلاف لاریون کړی او ویلي وو، چې دوی به د حجاب په نوم د طالبانو لخوا جبري شوي چادرۍ اغوستو ته غاړه کینږدي.

طالبانو بيا دغه مېرمنې په بې حجابۍ تورنې او ځینې یې د « دیني او ملي ارزښتونو د سپکاوي» په تور له کورونو څخه زندانونو ته بیولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب