Homeخبرونهد قومندان عليپور د وسلو دوه زېرمې کشف شوې

د قومندان عليپور د وسلو دوه زېرمې کشف شوې

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏‏د طالبانو حکومت وايي، چې ‏ د استخباراتو ځانګړې قطعې يې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله وال قوماندان علي پور د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له دغو پټنځايونو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې، يو پوځي موټرسايکل، کمرې، لاسي بمونه، په زرګونو مرمۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.

طالبانو مخکې هم د عليپور د وسلو د زېرمو د کشفولو خبر ورکړی و.

عبدالغني عليپور په میدان وردګو کې د هزاره وسله والو یو مشهور قومندان و، چې په ډېرو قانون ماتونو او وژنو تورن و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...