یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: امريکا او بريتانيا په افغانستان کې د چريکي جګړې چمتووالی نیسي

حکمتیار: امريکا او بريتانيا په افغانستان کې د چريکي جګړې چمتووالی نیسي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار خبرداری ورکړی، چې امريکا متحده ايالات او بریتانیا په افغانستان کې د یوې چریکی جګړې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

نوموړي له افغانستان څخه د یادو هېوادونو له لوري، د صفري او نورو قطعاتو ويستو او په خپلو پوځي جوړښتونو کې د دغو او نورو افغانانو شاملولو ادعا وکړه او ويې ويل، چې د دې هرڅه تر شا په افغانستان کې د بلې جګړې د پیلولو پلان موجود دی.

حکمتيار مشخصه نه کړه، چې د ده په ټکیو د طالبانو خلاف پیلیدونکې چريکي جګړه به په کوم نوم او بڼه وي، خو زیاته یې کړه چې د دغې جګړې موخه د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د طالبانو تر فشار لاندې راوستل دي.

د حزب اسلامي مشر طالبانو ته په خطاب کې وويل، چې د لویدیزو هېوادونو کې فشارونو ته تسلیم نه شي او پر وړاندې یې کلک ودريږي.

نوموړي دغه راز وړاندوینه وکړه، چې د چريکي جګړې لپاره به د امریکا او بریتانیا لپاره د چمتو کړو افغان جنګياليو حد اقل شمېر هم ۲۰ زره تنه وي.

د امريکا او بريتانيا تر څنګ طالبانو هم د داسې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

ګلبدين حکمتيار د طالبانو له واکمنیدو سره په پرله پسې ډول دوی هم په کور دننه د جمهوري نظام منسوبینو او هم نړیوالو سره نه تعامل ته هڅوي، چې د ځینو په باور د دوستۍ په جامه کې د طالبانو پر وړاندې دښمني ورته ویل کیدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب