دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: له ۵ زرو ډالرو څوک بهر ته ډېرې پيسې...

ملا حسن اخند: له ۵ زرو ډالرو څوک بهر ته ډېرې پيسې نه شي وړلای

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏‏‏د کابل هوايي ‌ډګر مشر عبدالهادي حمدان وايي چې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخند له هېواد څخه بهر ته د پيسو وړلو د اندازې په اړه حکم کړی.

د دغه حکم پر اساس، له دې وروسته څوک نشي کولای له ۵ زرو څخه ډېر ډالر له ځان سره بهر ته انتقال کړي.

ويل کيږي، چې د جمهوري نظام پر مهال د پيسو وړلو دغه اندازه ۱۰ زره امريکايي ډالره وه.

د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل کیدو او اقتصادي ناورين له کبله د نقدو پيسو له سخت کموالي سره مخامخ دی.

د نوي حکم يو دليل هم بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د وړلو او قاچاق مخنيوی ښودل شوی دی.

1 COMMENT

  1. د افغانستان سرمایه د صرافی او حوالجاتو له لاری بهرته ځی ، او همدارنه د د تحارتی مالو نو د صادراتو پیسی پکی عوض کیږی او بیرته هیواد ته نه راګرځی ، ښه به دا وی چه امارت اسلامی ټولو هغه املاکو ، کورونو او اپارتمانونو او تجارت ساحو کرایه او عواید چه مالکان یی بهر اوسی او عواید یی بهر ته باسی ، د اوس لپاره موقتی ضبط او عواید یی د افغانستان بانک ته مستقیما او امانتآ انتقال کړی ، تر څو نوموړی بانک ذخیره تقویه شی او کله چه شرایط ښه شی او یا یی مالکان بیرته هیواد ته را ستانه شی بیرته ورکړل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب