Homeخبرونهحنفي: کندهار او هلمند ته به د کجکي برېښنا انتقال او د...

حنفي: کندهار او هلمند ته به د کجکي برېښنا انتقال او د کجکي بند د بريښنا کچه به ۱۵۰ ميګاواټه شي

تاند:( دوشنبه، د جدي اووه ویشتمه) ‏‏‏‏د طالبانو رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي پلاوي غونډه کې د ميوند بانک د تعاملاتو ښه کېدو او پياوړتيا، په فابريکو کې د سيخ ګول وضعيت، د هيواد په بندرونو کې د نفتي موادو د ازموينې لابراتوارونو عصري کولو او د البدر صنعتي کمپلکس د خنډونو په اړه بحث وشو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ‏په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې کندهار او هلمند ولايتونو ته د کجکي بند د برېښنا لېږد لپاره الکترونيکي تجهيزات په عاجل ډول ژر تر ژره وپېرل شي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، په کجکي بند کې کار په شدت جريان لري او په راتلونکي وري مياشت کې به د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت ۱۵۰ميګا واټو ته ارتقا وکړي.

څه موده مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وويل، چې افغانستان به د بریښنا په يوه مهم تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د خپلې بریښنا څه باندې ۷۰ سلنه د ګاونډيو هېوادونو له بریښنا څخه تامینوي او طالبان یې له کبله څو ميليارده ډالره پوروړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...