شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکرزی عمران خان ته په خطاب کې، خپله پریمانه کادرونه لرو، بهرنيانو...

کرزی عمران خان ته په خطاب کې، خپله پریمانه کادرونه لرو، بهرنيانو ته اړتيا نشته

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) ‏‏د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي افغانستان ته د خپلو متخصصينو د استولو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان پرونيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

حامد کرزي په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان د خپلو چارو د پر مخ وړلو لپاره ‌سلګونه زره نجونې او هلکان لري، چې په هېواد دننه او بهر یې زده کړې کړي او د مختلفو برخو ښه متخصصين دي.

ښاغلي کرزي په دې اړه د عمران خان د همکارۍ له چمتووالي څخه مننه څرګنده کړې او ويلي، چې افغانستان بهرنيو متخصصينو ته اړتيا نه لري.

پخواني ولسمشر همدا رنګه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي، چې افغان ځوانانو ته د کار او له بهرنيو هېوادونو څخه د بیرته ستنیدو او دندو زمينه برابره کړي.

د امريکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون وویل، چې طالبان د افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخامخ دي.

د سرچينې په حواله، طالبانو له دې کبله د پاکستان له کوټې څخه يو افغان نانوای را غوښتی او د ترافيکو عمومي رییس ټاکلی.

له دې سره په هم مهاله توګه، د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون وویل، چې افغانستان ته به په مختلفو برخو کې خپل «متخصصين» واستوي څو له طالبانو سره د حکومتي چارو په مخته وړلو کې مرسته وکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خلکو د پاکستان د صدراعظم څرګندونې غندلي او ويلي، چې عمران خان له افغانستان سره د خپلې مستعمرې په شان چلند کوي.

9 COMMENTS

  1. ما د ښاغلی حامد کرزی سره ډیر تظاد درلود خو د نن څخه وروسته به زه ښاغلی کرزی د خپل وطن د مشورو او ښو مشرانو په توګه ګڼم او منم.
    د ښاغلی کرزی دغه ځواب می ډیر خوښ شو، عمران خان ته وایم چه خپل وطن دسوال او کچکول څخه خلاص کړه، که د عمران خان په یاد وی د سوال او بوټ پاکی په خاطر د سعودی پاچا ته په ۲۰۲۰ کال کی په اسلام اباد هوایی ډګر کی د ټولی کابینی سره ښه راغلاست ته ولاړ وه، او بیا یی د سعودی پاچا په هغه موټر کی کښینوه چه خپله عمران خان یی دریوری او موټروانی کوله. پدی خاطر چه د سوال او کچکول په کالی کی ورته یو څو میلیارده ډالره ورکړی.

  2. Correct Mr.ex-president Karzai. That is right you educated many young Cadres and specialists; bur why did most of them escape to neighbours and far away!! Why didnt you control the NGOs who had stolen much dollars out!!!
    And Mr. I’mraan Kh.!! ,thank you so much . ”We dont need your KHAYR, dont touch us SHAAR”
    Send your pokistanyz to Emirates ;Saudi etc.. not to both sides of mortimor dieurandd iron-chain…

  3. د لومړي ځل لپاره ښاغلي حامد کرزي یوه سمه اعلامیه خپره کړه . د چټلستان کادرونو « جاسوسانو » ته هېڅ ضرورت نشته . مونږ د غله وخېژو خو تاسې مونږ ته شر مه را رسوئ .

  4. سلام
    ایا یو مجرم ملی شخصیت کېدای شی؟
    کرزی اصلا لاهم یو مزدور دی او لکۍ یې چیرې نښتې ده!کرزی دملت په اوچتو معا ملو کې دومره ناوړه ، بې ایمانه، بې عزته، ضد ملی او اسلامی جرمونه کړی چې تاریخ ور باندې شرمیږی. دکرزی په وخت کې دلوی کندهار دتعلیم او تر بیې نهادونه له منځه لاړ، هلمند او په ټول افغانستان کې یې دتعلیم او تربیې سیستم له ننګونو سره مخ کړ. معارف او عالی تحصیلاتو مسلکی ظرفیتونه په نمایشی، بې کیفیته، جعل کاریو، ژبنی، سمتی بیروکراسی ککړ کړل. بې شمیره خصوصی پوهنتونود ان جی او اهمیت درلود. دتعلیمی نصا ب بدلېدل را بدلیدلو څخه د ماشونانو بانی غچ جوړ شو ( ارواښاد سعدالدین شبون) زه نه پوهیږم د کومو هلکانو او نجونو له سمپل څخه دغه زاغ زنده باد خبرې کوی؟ کرزی لکه تازی بوڅ ناست دی او هروخت دغه ډول څرګندونو کې رابر سېره کیږی. کرزی پاکستان ښه پېژنی.

    دعالم اسباب داعی دوه دورې چېرې وې ؟
    راغلو دعمران خان د مرستو خبرو ته. موږ باید دجهاد له وخته له پاکستان سره دغه سیاست عملی کړی وای چې عملی مو نه کړ.اوس ددې موضوع جبران په منت او ګواښ نه کیږی بلکې په دوه اړخیزه کورنی او نړیوال دقیق سیاست کې د حل لاره باید ولری او هغه هم په لوړه کچه چې دافغانستا ن دملی زعامت ښېګڼې په کې خوندی وساتل شی. دا سمه ده چې د باکستان نظامی اداره افغانستان ته دجهاد له وخته تاریخی اړیکو باندې تکیه لری او له همدی کړکی افغانستان څېړی چې دا سیاست موږ کړی او کرزی له شلو زیات سفرونه اسلام اباد ته کړی دې وخت کې دکرزی غوا لنګه وه اوشخصی ګټې وې. بناء دکرزی ټېپر.بوس، شاخل دناتو خامه غوښه او بلا وبتر هرهېوادوال ته معلوم دی له ورخه تېرې اوبه بیرته نه را ګر ځی.
    کرزی دوه دورې دافغانستان غمین حالت کې دومره په دې دروغجن سیاست کې سوړه به سوړه وګرځید چې دسیاسی علو مو زده کړو ته یی اړه نه لرله. خو معلومیږی چې دغه زده کړې نه لری ځکه لاهم کودن باتې دی.دکرزی سره جدی محا سبه به کارده دغه ولس ده یتیم کړی.ءکه کرزی پرون دافغانستان مستبل سنجولې وای نو نن عمران خان ته دمرستې خبره نه پاتې کېدله !!!

  5. دا سوال به ډیرو افغانانو ته نه وی پیدا شوۍ چی مداری کرزای سره د ډبل عبدالله ولی په کابل کښی پاتی شوی دی ؟ مداری کرزای خطرناکترین مکروب د افغانانو لپاره دی دا مردود نه یوازی د امریکا ګوډاګۍ دی بلکه دروسیی ، ایران ، سعودیانو او پنجابی پاکستان سره هم ډیر محکم اړیکی لری ددی ملی خائين کرزای دا مصنوعی عکس العمل د پنجابی عمران خان مقابل کښی د افغانانو فریبی لپاره دی دا مضر شخص د سی آی اي له خوا ډیر اساسی تربیه شوۍ دی ، افغانان باید ددی مضر مکروب فریبیو باندی ونه غولیږی !!!!!

  6. we have professional educated afghanSPECIALIST.. they can work in difference department.
    we have afghan doctors of biology. engineering economic administration.
    AFGHANS HAVE ALLERGY WITH ANY FORM OF PAKISTANI.
    EMRAN MUST CLOSE MOUTH ABOUT AFGHANISTAN.
    WHY TALIB S GIVE CHANCE TO PAKISTAN FOR TALKING ABOUT AFGHANISTAN.
    THIS WILL BE PROOVE OF THAT TALIBS ARE UNDER ORDER OF PAKISTAN.
    THANK YOU

  7. د کرزی دا تازه خبري د یوه توت ارزښت نلري. هغه خپله غلامی لا پخوا و پنجاپی واکدارانو او افغان ملت ته ثابته کړېده. هغه د افغانانو په استازیتوب حق نلری خوله خلاصه او خپلو خیانتونو ته برأت ورکړي.
    افغان ولس پوهیږي چي د هیرا منډیی پاکستانیانو او د انګریز حرامیانو ته زموږ په وطن کي څرنګه ځواب ورکړي!

  8. آغلی خور څانګه هوډ، ښاغلی ورور دوکتور غروال، ښاغلی ورور شریف زاد او نورو ورونو
    السلام علیکم!
    عزتمندو ورونو او قدرمنی خوری ستاسو د نظر احترام ساتم، هر څوک ازاد دی چه خپل نظر په خپله خوښه ولیکی.

    د ښاغلی حامد کرزی زه تر ټولو سر سخت مخالف وم، هغه خبری، تبصری او ننګونی چه ما ښاغلی کرزی ته کړیدی، شاید بل چا نه وی کړی. خو اوس په خپلو دغو تبصرو او کړو پښیمانه یم، او د ښاغلی حامد کرزی څخه تر ټولو عظیمه بخښنه غواړم. او خپل محبوب مشر او د افغانانو په خیر یی ګڼم.
    غواړم د ښاغلی کرزی او ښاغلی اشرف غنی په هکله په ځینو تاریخی واقیعاتو تبصره وکړم.
    ۱ـ د بڼ په غونډه کی د تنظیمونو مشران ربانی، قانونی، محقیق او دوستم د افغانستان د موقت حکومت ریس شوی وای او که حامد کرزی؟ بلی حامد کرزی ځکه قاتل، مجرم او لنډغر نه وه.
    ۲ـ په انتخاباتو کی بی تنظیمه یا بی ګونده اشرف غنی وګټله مګر عبدالله په بدمعاشی سره ویل زه یی نه منم، ولی؟ ځکه د لنډغرانو تنظیمونو زورواکان او امریکایان ورسره وه.
    په هر صورت ښاغلی کرزی د یوی خوا د امریکا او دبلی خوا د شمال زور واکانو د سخت فشار لاندی وه، دکرزی شاوخوا د لنډغرو او خطرناکو امریکایانو لخوا محاصره شوی وه. د کرزی په لمړی دوره کی د شمال لنډغرانو د کرزی د ترور ډیری هڅی کړی وی، خو د کرزی خاص ګاردان (امریکایان) وه نو د لنډغرانو دغه دسیسی به ناکامیدلی.
    حتی شمالی لنډغرانو د لویی جرګی په خیمه کی ښاغلی کرزی ته مخامخ ښکنځاوی وکړی، دا چه کرزی هوښیار وه نو لنډغر یی په عین حالت کی په غیږ کی ونیو.
    همداسی ښاغلی اشرف غنی هم در واخله
    د شمال لنډه غرو او امریکایی قواوو به ښاغلی کرزی، ښاغلی غنی او دهغه قام ته د طالیب په نوم کتل، هغه فشارونه او مجبوریتونه چه کرزی او غنی تیر کړل شاید هاغه او دغه سړی یی تیر نکړی، خو دغی دواړو دا یو نر کار وکړو چه وطن یی تجزیی او ټوټه کیدو ته پری نښود. مونږ د اصلی حقایقو څخه خبر نه یاستو فقط دا یوه خبره کوو، چه کرزی د شمال لنډغر او زورواکی په لوړو چوکیو او ډالرو و پړسول. اصلی حقیقت دادی چه دغه خلک د امریکا په زور په دغه چوکیو او ډالرو اسمان ته وختل نه د کرزی بیچاره د لاسه.
    امریکا په لمړی ځل د شمالی ټلوالی په ملګرتوب، جاسوسی او لارښونه او د پنجاب د هوایی هډو په مرسته د طالیبانو حکومت چپه کړو
    نو ټول حکومت د شمالی ټلوالی په لاس چرخیدو، ځکه یو یی تنطیمی بدمعاشان لرل او بل یی هر امریکایی د کرزی څخه نیژدی او خپل ګڼلو.
    د خدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب