یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشاهين د بانکي زېرمو په اړه د نړيوال سرمنشي د څرګندونو هرکلی...

شاهين د بانکي زېرمو په اړه د نړيوال سرمنشي د څرګندونو هرکلی وکړ

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت د استازيتوب لپاره ټاکل شوي خو نا منل شوي استازي سهيل شاهين ډ افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په تازه څرګندونو کې په مشروط ډول د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر دغه غړي ويلي، چې د نړيوال سرمنشي څرګندونې د ژمي په دې وژونکي موسم کې د افغانستان د ستونزو ښه انعکاس دی.

پر ملګرو ملتونو سربېره مختلفو هېوادونو او بشري سازمانونو د امريکا متحده ايالاتو له لوري د افغانستان د کنګل شویو دغو بانکي زېرمو د خلاصون ټینګار کړی دی.

امریکا متحده ایالات بيا وايي، چې د دغو پیسو د خلاصون لپاره بايد طالبان د نړیوالې ټولنې شرطونو ته غاړه کېږدي.

د ټول ګډونه حکومت جوړیدل، د ښځو او بشري حقونو تامينول، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرېکول او د افغانستان له خاورې يې د فعاليت د مخنيوي تضمینول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې او مختلفو افغان لوريو اساسي غوښتنې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب