یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ګډوډۍ دويمه ورځ، له فاریابه ضد و نقيض راپورونه ورکړل شوي

د ګډوډۍ دويمه ورځ، له فاریابه ضد و نقيض راپورونه ورکړل شوي

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) له فارياب ولايت څخه راپورونه وايي، چې نن په دویمه ورځ دا ولایت د طالبانو د خپلمنځي قومي ناندريو د دوام شاهد و.

 ويل کيږي، چې طالبانو په دې ولايت کې د خپل نظامي کمیسیون ازبک توکمه رييس مخدوم عالم نه يوازې له بنده خوشې کړی نه دی، بلکې د خوشې کیدو لپاره یې د خبرو لپاره ورغوښتی يو تاجیک توکمه طالب قومندان قاري وکيل هم بندي کړی.

د قاري وکيل د بندي کيدو خبر نقیب الله فایق کړې چې د جمهوري نظام په مهال د فارياب والي و.

فايق، چې مخکې يې د قاري وکيل د بندي کيدو خبرداری ورکړی و، د طالبانو دوه نورو نا پښتنو مشرانو (د رييس الوزرا ازبک مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او لوی درستیز قاري فصيح الدين) ته هم په خطاب کې ویلي، چې طالبان به يې ژر بنديان کړي.

په نورو راپورونو کې ویل کېږي، چې د طالبانو خلاف د دوی د خپلو ليکو ازبک توکمه وسله والو له لوري نن د شوي بغاوت په لړ کې د طالبانو يو پښتون قومندان ملا جانان وژل شوی دی.

په راپورونو کې ادعا شوې، چې د ازبک بندي شوي طالب قومندان مخدوم عالم پلويانو نن هم پر فارياب ولايت کنټرول درلود او په اخ و ډب کې يې تر پينځو پورې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون ناوخته يې په فاریاب کې د وضعیت د عادي کیدو خبر ورکړی و.

د طالبانو يوه ازبک توکمه وياند انعام الله سمنګاني نن د جمهوري نظام چارواکي د قومي تبعيض او تفرقې په هڅولو تورن کړي.

هغه په دې ډول تاييد کړې، چې د طالبانو ليکې هم قومي ناندريو ځپلي، خو نه يې دي ويلي چې د دې خپلمنځیو ناندريو د ختمولو لپاره به څه کوي؟

2 COMMENTS

  1. که دغه خبر حقیقی وی؟ +
    نو په داسی نازکو حالاتو کی طالیبان باید ډیر ژر د لانجی د حل او فیصلی اقدام وکړی. که نه حالات به نور هم ترینګلی او عام شی.

  2. وروره خبره حل دی فاسدین ګوتې پکشې وهي داسې قوت نشته چې د طالب مخه ونیسي . ما په خپله په حیرتانو کې ولیدل چې د تیر رژيم د استخباراتو کسانو په فساد کې لاس واهه له مونږ نه یې وغوشتل چې د مالی مرستو کوپراڅیون ورسره وکړو ! هغه نورو طالبانو ته مې د شکېدلیو څپلویو لپاره افغانۍ ور کولې خو هر څومره مې چې زارۍ ورته وکړې قبولې یې نکړې ! دا دزاړه رژیم منافقین د طالبانو په نوم نه غواړي چې ارامي راشي ، دوی فکر کوي چې که طالبان ورک شي نو بیا به غوړې خارجي کاسې وي دا رزیلان خوشې جاهلانه خوبونه ویني !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب