یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوثیق:‌موږ قومي اختلاف نه لرو، فاریاب کې قيام نه دی شوی

وثیق:‌موږ قومي اختلاف نه لرو، فاریاب کې قيام نه دی شوی

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) د طالبانو د حکومت مرستيال وياند احمد الله وثیق په فاریاب کې د طالبانو پر ضد د خپلمنځیو قومي اختلافاتو له کبله د وسله وال پاڅون او ګډوډۍ راپورونه رد کړل.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:(( فاریاب کې وضعيت کاملا عادي دی، په رسنيو کې د مغرضو کړيو راپورونه چي وايي قیام شوی، او د نظام په خلاف خلک را وتلي هيڅ حقیقت نلري.))

طالب وياند زياتوي، چې د دوی استخباراتو يو کس د ځينو مواردو په اړه احضار کړی و، خواخوږو يې تجمع وکړه او د خلاصون غوښتنه يې وکړه. خو د ده خبره ځینو اشوب ګرو تجمع ته بل رنګ او تعبیر ورکړ.

‏وثيق ادعا کوي، چې طالبانو خلکو ته قناعت ورکړی، اوس په ښار کې ستونزه نشته او امنیتي ځواکونه په اوضاع مسلط دي.

هغه زياتوي، چې د طالبانو تر منځ د ازبک ، تاجک او پښتون په نامه د اختلاف موضوع هيڅ حقیقت نلري.

طالب وياند دا ادعاوې په داسې مهال کوي، چې پرون زرګونه ازبک طالبانو د طالبانو له لوري د خپل مقتدر قومندان مخدوم عالم د نيول کيدو په غبرګون کې له لاريون وروسته وسله وال پاڅون وکړ او د راپورونو په اساس پر دوی حاکم پښتانه طالبان او چارواکي يې بې وسلې او د وسله والو نښتو او مرګ ژوبلې وروسته تېښتې ته اړ کړل.

طالب وياند په فاریاب کې د خپل والي، امنيه قومندان او نورو چارواکو کوم عکس يا ويډيو چې هغوی به فارياب کې وښيي، نه دی خپور کړی.

ځينو رسنيو خو د طالبانو له لاسه د فارياب ولايت د سقوط راپورونه هم ورکړي.

ويل کېږي، چې د طالبانو د څو محدودو ډلو له لوري د واک او دولتي امکاناتو انحصار د دوی په خپل‌ منځ کې قومي، سمتي او ډله ييز اختلافات اوج ته رسولي او نيږدې هره ورځ يې له کبله د افغانستان په ځينو څنډو کې وسله والې نښتې کيږي.

طالبان بيا په دې اړه راپورونه بې بنسټه ګڼي.

1 COMMENT

  1. د اسلامی امارت دوهم معاون مولوی عبدالسلام حنفی باید د فاریاب ورونو ته خبری او قناعت ورکړی. کله چه په جلال اباد او پکتیا کی یو مجرم که دغه مجرم د تیر حکومت وی او که د طالیبانو وی نیول کیږی، په مقابل کی خلک او ولسونه مظاهری او ګډوډی نه جوړوی.
    مګر کله چه په فاریاب کی نیول کیږی خلک مظاهری کوی. د فاریاب خلکو ته باید وویل شی چه د داسی مظاهرو وخت تیر شویدی، دغه مظاهری به د تیر وخت لنډغرانو او اوباشانو کولی.
    همداسی د نورو ولایتونو مشران هم باید خپلو خلکو ته قناعت ورکړی، ځکه قندهاریان، ننګرهاریان او پکتیاوال روزانه څو چنده په دغه ډول نیولو او کش ما کشونو سره اخته دی. مګر لاریونونه نه کوی . خو کله چه په فاریاب او پنجشیر کی دغه ډول مسایل پیدا کیږی سمدلاسه مسله او خبره قومیت ته پورته کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب