Homeخبرونهکابل کې پر ط پرون ۳ چاودنې شوي

کابل کې پر ط پرون ۳ چاودنې شوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د کابل ښار په مختلفو برخو کې پرون د طالبانو پر جنګياليو درې بېلابېلې چاودنې شوي.

لومړنۍ چاودنه‌ د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې د طالبانو پر يوه رينجر موټر شوې، چې یو طالب سرتیری پکې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو بيا په چاودنه کې د خپلو دوو جنګياليو ټپي کیدل تایید کړي.

له لومړۍ چاودنې څخه وروسته پرون ماسخوتن د کابل ښار په سلیم کاروان سیمه کې د طالبانو پر دوو نورو موټرو هم چاودنې شوي.

سرچینو د دغو چاودنو د زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.

ويل شوي، چې دويمه چاودنه له لومړۍ چاودنې څخه وروسته د طالبانو پر تجمع شوې ده.

طالبانو د سلیم کاروان سیمې د چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادو چاودنو مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...