جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد نورستان د ښځو چارو پخوانۍ او د امر بالمعروف اوسنۍ ادارې...

د نورستان د ښځو چارو پخوانۍ او د امر بالمعروف اوسنۍ ادارې اور اخیستی

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) په نورستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست ودانۍ اور اخیستی.

ځايي سرچینې وايي، چې دا اور لګیدنه په هغې ودانۍ کې رامنځته څ، چې مخکې د جمهوري نظام د ښځو چارو رياست لپاره جوړه شوې وه.

  د‌ اور لګېدنې دليل د طالبانو ناپامي او بې احتياطي ګڼل شوې ده.

تر اوسه د دې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زيانونو سطحه نه ده معلومه.

ويل شوي، چې طالب چارواکي او جنګیالي تر ډېره له دې کبله چې خپل کورونه يې له پاکستان څخه تر اوسه نه دي ليږدولي او يا يې پاکستان کورنيو ته اجازه نه ده ورکړې، په اړونده حکومتي ادارو کې شپې تېروي.

طالبانو د یادې ودانۍ د سوزول کیدو په اړه څه نه دي ويلي ‌

د طالبانو له واکمنیدو سره، د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او اړوندې ټولې ودانۍ یې د امر بالمعروف په نوم جوړ شوي وزارت ته ورکړل شوي.

طالبانو د نورستان د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب