جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس اختطاف شوی

د افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس اختطاف شوی

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس او مشهور ډاکټر نجيب سکندر تېره شپه په کابل ښار کې اختطاف شوی دی.

د ډاکټر سکندر د کورنۍ غړو او خپلوانو دا خبر تایید کړی او ویلي، چې د هغه د برخليک په اړه څه معلومات نه لري ‌

‏‏طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته اختطافونو خبرونه زيات شوي دي.

طالبانو په دې تور د ګڼو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی، خو شنونکي باور لري چې د اوج ته رسېدلي بشري او اقتصادي ناورين په څنډه کې د داسې پېښو زیادښت او په مخنيوي کې پاتې راتلل طبيعي دي.

د يادونې وړ ده، چې د همداسې پېښو له کبله پر سیاسي خلکو سربېره ګڼو افغان متخصصينو،‌پانګوالو او نورو خطر سره مخامخو خلکو هېواد پریښې دی.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله پدی امنیت اوس خو لا ژمی دی ورځی هم لنډی دی لږ صبر وکړی چی اوړی شی داعش صیب به هم ځانونه تیار کړی. طالبانو څه فکر کاوو چی افغانستان هماغه پخوانی افغانستان دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب