Homeخبرونهمجاهد: کابل کې چاودنه او جګړه نه ده شوې، د اختطافګرو خلاف...

مجاهد: کابل کې چاودنه او جګړه نه ده شوې، د اختطافګرو خلاف عمليات وو

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې کابل کې نن ماسخوتن کومه چاودنه یا جګړه نه ده شوې، بلکې د دوی ځواکونو د انسان تښوونکو خلاف عمليات کړي دي.

نوموړي لیکلي:لږ مخکې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سیمه کې څو تنه اختطافګر، چې د تښتونو هڅه یې کوله، د ځانګړو ځواکونو لخوا تعقیب او له پښو وغورځول شول.

ځايي سرچينو بيا په دې اړه بېل بېل نظرونه ورکړي.

يو شمير سرچینې وايي، چې طالبانو په دې سیمه کې د جمهوري نظام د صفر یو قطعې د یوه غړي پر کور عمليات کول، چې سخت غبرګون سره مخ شوي.

ځينو نورو سرچينو ويلي، چې طالبانو د داعش ډلې د غړو خلاف عمليات کول، چې سخت مقاومت سره مخ شول او ځینې نورې سرچينې خو په دې سیمه کې د راکټي بریدونو د ترسره کيدو خبر ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو له خيرخانې سیمې څخه هم د ډزو خبرونه ورکوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو په اړه ادعا کيږي، چې د داعش ډلې پرضد خپلو عملياتو ته د يادې ډلې د فعالیتونو د کمرنګه ښودلو لپاره د اختطافګرو خلاف د عملياتو نوم ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...