چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+ډیورنډ! | عبیدالله سهاک

ډیورنډ! | عبیدالله سهاک

په ۱۹۱۹میلادي کال د ډیورنډ موضوع د حلولو او ترلاسه کولو تر ټولو ښه چانس و؛ خو متأسفانه، چې غازي امان الله خان په وروستۍ مرحله کې دغې موضوع ته شا کړه.
افغانانو ته نن ورځ بیا یو ښه فرصت په لاس ورغلی، که خدای نخواسته دغه فرصت ضایع شي؛ نو بل وخت به ډېره سخته وي.
دا چې ولې اوس شرایط مساعد دي؛ نظر په لاندې دلایلو:
۱- په سیمه کې پاکستان نور سټراتیژیک ملاتړي نه لري، دې حالت په پاکستان کې تحریک طالبانو (TTP) ته ښه سمه د جهاد زمینه برابره کړې.
۲- پاکستان تر دې مهاله ۵۰ ملیارده ډالر پوروړی دی، د پاکستان دغه بد اقتصادي وضعیت د دغه هېواد پر وړاندې د نړۍ بې باوري رامنځته کړې.
 په طبعي ډول د یوه هېواد اقتصادي ځوړ د هغه هېواد په را څملولو کې غټه مرسته کوي.
۳- په افغانستان کې د ملایي نظام په راتلو سره د پاکستاني مُلایانو خوبونه تښتېدلي. داسې خو نشي کېداي، چې د افغانستان په ارګ او نورو رسمي ادارو کې دې مُلایان خپل ملت رهبري کوي او د پاکستان مُلایان دې په اکوړه خټک مدرسه کې پردیو زامنو ته درسونه وایي. دوی به حتمن د افغانستان له طالبانو تقلید کوي.
۴- کله کله نظامي ځواک هم د یوه هېواد د بربادۍ سبب ګرځي، په دې برخه کې موږ او تاسو د جرمني د نازي ګوند بېلګه راوړی شو، چې څنګه د هټلر د نظامي ځواک له امله جرمنی په کنډواله بدل شو؟!
پاکستان چې اتوم جوړاوه؛ نو له دې نه وه خبر، چې د دې وسلې ساتنه، راتلونکي ګواښونه، د نړۍ کینه… به څنګه کنټرولوي؟
کله چې د شوروي اتحاد پر وړاندې افغان مجاهدینو بریا تر لاسه کړه؛ نو په همغه وخت کې د امریکا پلان و، چې په پاکستان کې د مذهبیت او لادینیت جګړه پیل کړي؛ خو ناکامه شول؟!
د دغه امریکایي پلان د تطبیق لپاره تر بل هر وخت شرایط برابر دي.
 چې په هر ډول کېږي، امریکا، برطانیه او روسیه به د پاکستان اتومي زېرمه لمنځه وړي؟!
نو ویلی شو، چې دا ځل پاکستان ښه سم راګیر شوی. همت، باور او په ټوله کې د دولت ښه کلک ملاتړ په کار دی.
نوټ: عمومي نظر او فکر داسې دی، چې په اوس شرایطو کې د ډیورنډ را خپلول او ځانته کول یو ناشونی کار دی؛ خو د اغزن تار راټولول، په دغه سیمه کې نظامي استحکامات او پوستې جوړول د پاکستان د تېرو څلوېښتو کلونو خوارۍ او هڅې په اوبو لاهو کولی شي. د جمهوریت تر وروستۍ صحنې ټولو فکر کاوه، چې ډېورنډ نور د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه رسمي پوله ده، که آمارت پر دغه کرښه غځېدلې موانع لرې کړي؛ نو دغه فکر د ټولې نړۍ له مغزو وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب