شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: له لویې جرګې د ط مخ اړول نيابتي جنګ ته...

ولسمشر غني: له لویې جرګې د ط مخ اړول نيابتي جنګ ته دعوت دی

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د قضيې د حل لپاره د لویې جرګې په جوړولو ټينګار وکړ.

ښاغلي غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله یوازینۍ مرکه کې په دې اړه وویل:(( لویه جرګه زموږ یو قدیمي نهاد دی او دا د افغانستان د ټولو قومونه او ژبنیز ګروپونو شریک میراث دی. د جرګې کلمه ترکي او دري ریښه لري او لویه پښتو کلمه ده چې مانا یې ستر دی. دغه نهاد په وروستیو کې ډېر دیموکراتیک شوی، ځکه چې د غړو انتخاب د همغو خلکو له خوا په رایو کیږي د چا استازیتوب چې دوی کوي. زه د دوه وروستي لویې جرګو د جوړولو ویاړ لرم چې د ۲۷ اقشارو استازیو پکې برخه اخیستې وه او د ښځو او ځوانانو پکې د ملاحظې وړ حضور درلود.‌ لویه جرګه معمولا په دغسې حالاتو کې دایریږي، ۵۰ کمېټې پکې وي او یادې کمېټې په مشخصو موضوعاتو بحث کوي او نظر ورکوي.))

ښاغلی غني زياتوي:(( لویه جرګه په مشورتي بڼه تر سره کیږي او د ټول ولس استازيتوب پکې وي. همدا نهاد په ۲۰۰۲ کال کې انتقالي حکومت ایجاد کړ او په ۲۰۰۴ کال کې اساسي قانون تصویب کړ.))

هغه په دې مرکه کې پوښتنه کوي، چې طالبان په کوم اساس حکومت کوي؟ څوک چاته مسؤل دی؟

د هغه په وينا، افغانان باید یوې هوکړې ته ورسیږي. ځکه که چېرته یو قوم یا ژبنیز ګروپ یا کومه سیمه هم له دې پروسې نفې شي، دا خپله یوې نیابتي جګړې ته دعوت دی.

ولسمشر غني وايي، طالبان باید پدې خبره پوه شي چې د کمیونستانو او مجاهدینو د تېروتنو تکرار به دوی هم په آرامه پرې نږدي. دوی په همغه لاره روان دي. څوک محرومول، پر زور او وژنو اتکا کول هېڅ نتیجه نه ورکوي.

د ولسمشر غني په باور، افغانان خدمات غواړي، فرصتونه غواړي، او همدا د دې پروسې مهمې برخې دي. یو واقعي تفاهم لپاره بحث ته اړتیا شته.

دی ټینګار کوي، چې که چېرته طالبان ځینې افرادو سره ستونزه لري، هغوی دې د پروسې برخه نه ګرځي.

ولسمشر غني زياتوي:(( راځئ چې یوې داسې هوکړې ته ورسیږو چې د دومره کلونو لپاره ځینې افراد هېڅ انتخاباتو ته نه دریږي او سیاسي فعالیت به نه کوي. موږ باید ملت ته پر افرادو ترجیح ورکړو.))

طالبانو د ولسمشر غني پوښتنو او څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب