عبدالله خيبر
افغانان حيران دي چې څنګه پر داسې يو مخلوق باور وشو چې له جنګه پرته بل هيڅ شی نه پيژني، دا جنګيالي لکه وحشي ژوي ټول له ببرو وېښتو او شډولو جامو سره په فاتحانه انداز له غرونو راښکته کړای شول او د عصري قصرونو، ښکليو موټرونو او پرمختلليو وسلو څښتنان کړای شول او د نسبتاً پرمختلليو افغانانو سرنوشت په لاس کې ورکړل شو او ټول افغان ملت ته د پسونو د رمې په سترګه وکتل شول، پر ځای د دې چې د دې رمې لپاره يو هوښيار شپون وټاکل شي، بې رحمه قصاب ته وسپارل شوه.
له يوې خوا د ټولو په زړونو کې ويره او انديښنه ده چې دا کسان چې د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي او ټول عمر يې جکړه او وژنه کړې ده، څنګه به داسې حکومراني وکړای شي چې د ټولو افغانانو زړونه وګټي. دا يوه لويه انديښنه او د تشويش وړ خبره ده، خو که چېرې دې لوبې ته له بلې زاويې وکتل شي، له همداسې ډرامتيکې لوبې پرته مشکله وه چې ټول بې رحمه جنګيالي دي له غرونو راښکته شوي وای، د حکومت په چوکاټ کې دې داخل شوي، د جنګ او وطن ړنګولو پر ځای دې د وطن ساتنه او د خلکو امنيت پر غاړه اخيستی وای.
هغه جنګيالي چې ټول عمر يې په جګړه کې تېر شوی و او د جګړې او وحشت امر ورته شوی و، اوس ورته په بار بار د صبر، زغم او اخلاقو سپارښتنه کېږي، دا کار په هغه کسانو کې چې په سر کې له جنګ او شر پرته بله سپرغۍ او رڼا نه لري، ورو ورو له جنګ او سختدريزۍ څخه په شا کېږي او د ژوند لور ته يې پام اوړي، ممکن يو وخت راشي چې د جنت د حورو او قصرونو پر ځای به په خپل وطن کې پر حورو او قصرونو فکر وکړي.
د امارت په جنګي ډلو کې ځانمرګي بريدګر چې دوی يې اشتشهاديان\فدايان بولي او اوس هم د امارت د ويرې خپرولو يوه لويه وسيله ده، د وخت په تيرېدو به له دې ځانمرګو څخه هم ځان ساتونکې جوړ شي، يوازې نوم به يې پاتې وي. ځانمرګی به په دې هم بدنام شي چې ممکن داعش پر دوی ځانمرګې حملې وکړي او دوی به يې د وژلو او تکفيرولو هڅه کوي. بله دا چې ځانمرګي هغه وخت شدت مومي چې له مقابل لورې سره يې پرمختللې وسله وي، له ده سره له ځان پرته بل هيڅ هم نه. اوس خو طالب ته ډک ډوک حکومت په لاس ورغلی دی، پريمانه او پرمختللې وسلې لري، دوی به د داعشي او نورو ځانمرګو بريدګرو دفاع کوي، نه پخپله ځانمرګي بريدونه.
طالب جنګيالي او د دوی کورنۍ په تېر حکومت کې له ډېر بد حالت سره مخ وو. شپه او ورځ يې په زړه کې د بمباريو او چاپو ويره وه، دوی يوازې پر جهاد، شهادت او زندان فکر کاوه، اکثريت ښاريانو او ځينو هغو کورنيو چې په حکومت کې يې دندې درلودې، د دې جنګياليو له خوا تهديد شوي او وژل شوي وو، دوی د طالب جنګياليو ترڅنګ د دوی کورنيو ته هم په بده سترګه کتل. که څه هم جنګياليو په کليو کې د بادار په شان وخت تېر کړی دی، خو کورنيو يې تل د حقارت او وېرې احساس درلود. اوس به دوی پر خپلو زامنو فخر کوي، هغوی چې په حکومت کې يې کار بند وي، دوی به واسطه کوي.
اکثريت لوړپوړې جنګيالي به ښارونو ته کډه شي، د ښاري ژوند سره به بلد شي، ماشومان او ميرمنې به يې په ناڅاپي توګه له عصري ژونده برخمن شي، د ښار د نورو ميرمنو ژوند به وويني او دوی به هم ترې اغيزمنې شي، ميړونه به اړ کړي چې همغه ډول ژوند ورته برابر کړي، لکه څنګه چې د مکې خلک مدينې ته راغلل او د هغوی ژوند پرې اثر وکړ. ننني طالب جنګيالي به هم د تېرو مجاهدينو په څېر يو وخت د ډيمکراسۍ سندره وبولي او د ځان و منسب ساتلو لپاره هر مناسبه لاره. دا هر څه دې ته لاره برابروي چې طالب له مرګ سره خدای پاماني وکړي او پر خپل ژوند فکر وکړي او له ژونده خوند واخلي.
طالبان حکومت ته په ورننوتو له يو بل لوی مشکل سره هم مخ کېږي چې هغه د عصري علم نه لرل دي، دوی له ټولو اسلامي علومو، لويې ږيرې او لويې پګړۍ سره هغه خامه خوله هلک ته اړ دي چې کمپوټر، انګليسي او له عصري علومو برخمن دی. له دې سره به دوی هم عصري علومو ته مخه کړي او خپل اولادونه به هم د ديني علومو تر څنګ عصري علومو ته وهڅوي.
که چيري نړيوال کومه بله وحشي ډله راپيدا او لويه نه کړي او د طالب له مغز نه جنګي فکر ايسته شي، نو امکان شته چې طالب د يو څه وخت په تېرېدو يو ځل بيا زموږ د مينه ناکو افسانو طالب جان ته ورستون شي.