Homeخبرونهد پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راځي

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راځي

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) ‏‏پاکستاني رسنۍ وايي، چې د هېواد د ملي امنيت سلاکار يې معيد يوسف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راځي، څو د طالبانو له حکومت سره د خپلو تعاملاتو پر زياتوالي خبرې وکړي.

ويل کيږي، چې په دې پلاوي کې د پاکستان يو شمېر وزیران برخه لري.

د دغه سفر د ترسره کيدو او مشخصې اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

ځینې نورې رسنۍ بیا د سفر اصلي هدف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اغزن تار لګولو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ ناندرۍ ګڼي.

طالبانو د دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.

 پاکستان سره له دې، چې د طالبانو تر ټولو اساسي متحد او ملاتړی دی، خو د دوی واکمني يې په رسميت نه ده پېژندلې.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو لپاره به نورې نړۍ سره په مشوره او هم مهاله توګه اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...