Homeخبرونهکابل کې ۳ اختطافګر او ۴ د پيسو غله نیول شوي

کابل کې ۳ اختطافګر او ۴ د پيسو غله نیول شوي

تاند:( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) ‏په کابل کې د طالبانو امنيتي چارواکو د انسان تښتونې او نورو غلاوو په تور د ۷ تنو د نيولو خبر ورکړی.

باختر اژانس د دوی په حواله وايي، چې تېره شپه د کابل په څلورمه ناحیه کې ۳ تنه د يوه کس د تښتولو په تور نیول شوي.

ويل شوي، چې نیول شویو کسانو د تښتول شوي له کورنۍ څخه ۴ سوه زره ډالره غوښتل.

سرچينې ويلي، چې د نیول شویو کسانو د دوو نورو جرمي شریکانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

د‌ یوه بل خبر له مخې: د کابل په يوولسمه ناحیه کې ۴ تنه طالبانو په دې تور نیولي، چې له یوه کس څخه يې ۱۲ سوه افغانۍ غلا کړې.

‏طالبان وايي، چې غلا شوې پیسې یې د پیسو څښتن ته سپارلي دي.

د طالبانو له واکمنیدو او د اقتصادي او بشري ناورين له شدت سره، چې ميليونونه خلک وزګار شوي او وږي دي، د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د جنايي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

طالبان بيا وايي، چې امنیت یې تر پخوا ښه کړی او دا یې مهمه لاسته راوړنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...