Homeخبرونهروسي پانګوال د افغان ګازو او نفتو په استخراج او سمنټ تولیدولو...

روسي پانګوال د افغان ګازو او نفتو په استخراج او سمنټ تولیدولو پانګونه کوي

تاند:( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) ‏‏طالبان وايي،‌ چې يو شمېر روسي پانګوالو په افغانستان کې ځینو پانګونو ته چمتووالی ښودلی او په دې اړه یې د دوی چارواکو سره لیدلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغو روسي پانګوالو په کابل کې د دوی د رییس الوزرا له یوه مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدلي.

ويل شوي، چې دغو روسي پانګوالو سره افغان پانګوال هم ملګري وو.

 د ذبيح الله مجاهد په خبره، دغو پانګوالو ويلي: د‌ نفتو او ګازو په استخراج، د سي این جي او ال این جي ‌دستګاوو د جوړولو او سمنټو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د طالب وياند د معلوماتو له مخې، د‌ دوی د رییس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د روسي او افغان پانګوالو د دې لېوالتيا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصتونه برابر شوي دي.

طالبان د داسې لیدنو او پانګونې ته د بهرنيو پانګوالو د لېوالتیا خبرونه په داسې مهال ورکوي، چې له افغانستان څخه ورځ تر بلې د پانګې د فرار راپورونه په زیاتیدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...