تاند:( دوشنبه، د جدي ديارلسمه) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپل عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په اړه وايي، چې کامرو سره ذهنآ جوړ نه دی.
د مجاهد په وينا، هڅه کیږي چې هغه په ویډیویي بڼه خلکو ته را څرګند کړل شي.
ذبیح الله مجاهد دا هم مني، چې د هيبت الله اخوند زاده د نه را څرګنديدو يو عمده دليل د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وېره ده.
طالب وياند زياتوي، چې تر اوسه د افغانستان پر فضا دوی سم نه دي واکمن او له دې کبله اندیښمن دي، چې پر مشر یې بې پيلوټه الوتکه بريد ونه کړي.
د طالبانو د دغه رهبر تر اوسه يوازې يو عکس ډېر خپريږي او ویل کیږي، چې همدا يې یوازینی خپور شوی عکس دی.
د هغه د مرګ او ژوند په اړه هم ادعاوې بېلابېلې دي.
ځينې لويديزې رسنۍ او د افغانستان د جمهوري نظام استخبارات باور لري، چې ملا هیبت الله څو کاله مخکې د پاکستان تر ولکې لاندې د کوټې په کچلاغ کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال وژل شوی دی.
د طالبانو وياندويانو بيا دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.
طالبانو څو ځلې د کندهار له یو شمېر چارواکو او يوې ديني مدرسې څخه د هیبت الله اخوند د لیدنې ادعا کړې، خو د هغه کوم عکس يا ویډیو یې نه ده خپره کړې.
څه موده مخکې د هیبت الله اخوند په حواله وویل شول، چې طالب چارواکو ته یې له خلکو څخه د نه پټیدو سپارښتنه کړې ده.
د طالبانو منتقدینو بیا د دې خبرې په غبرګون کې وويل، چې هیبت الله اخوند خپله ولې له خلکو پټ شوی؟
مجاهد صاحب!
د مشر صحیح نوم هبة الله دی که هیبت الله؟