دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعمر داودزی: ط نه اصلاح کيږي، زه خو کومه نښه نه ګورم

عمر داودزی: ط نه اصلاح کيږي، زه خو کومه نښه نه ګورم

تاند:( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) د افغانستان د ۲۰ کلن جمهوري نظام یو مشهور چارواکی او سياسي څېره عمر داودزی وايي چې په طالبانو کې يې د اصلاح کومه نښه او اراده نه ده ليدلې.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې طالبانو نه د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، نه د خلکو او ښځينه وو د حقونو او ازادۍ د ورکړې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې د ځمکنیو واقعیتونو خلاف په ځان کې اصلاح نه ده راوستې.

داودزی زیاتوي: تجربې ښيي چې سياستونه بدلیږي، خو ایډیولوژۍ نه بدلیږي.

طالبانو واک ته له رسېدو مخکې او اوس هم ادعا لري، چې بدل شوي او خلکو او نړۍ سره تعامل کولای شي.

خو ورځ تر بلې په کور دننه او نړیواله کچه د دوی د ‌نه بدلېدو او نه اصلاح کېدو په اړه نیوکې زیاتې شوي دي.

نړيواله ټولنه او افغان منتقدین‌ یې طالبان تورنوي،‌ چې دوحه کې یې له امریکا سره د دوحې تړون او افغانانو سره ګڼې ژمنې نقض کړي.

په زوره واک ته رسیدل، د واک انحصار، د بشري او اقتصادي ناورين اوج ته رسول، د ښځو پر زده کړو او فعاليتونو بندیزونه، د خلکو د اساسي حقوقو نقض او ظالمانه قیودات او د ملايۍ او افراطي سياستونو تعقيب د طالبانو عمده ستونزې ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب