دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط پر کابل هوايي ډګر د بریدګر په اړه د نیویارک ټایمز...

ط پر کابل هوايي ډګر د بریدګر په اړه د نیویارک ټایمز راپور ردکړ

تاند:( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) د طالبانو يوه وياند بلال کريمي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د جمهوري نظام له سقوط وروسته پر کابل نړيوال هوايي ډګر بریدګر داعشی عبدالرحمن اللوګري طالبانو له بګرام زندانه خوشې کړی و.

بلال کريمي ويلي، چې د دوی له واکمنیدو لا د مخه د افغانستان ګڼ زندانونه مات شوي او بنديان ورڅخه وتلي وو.

د طالب وياند په خبره، د دوی له واکمنیدو وروسته بیرته ګڼ خوشې شوي داعش بنديان يا بيرته خوشې او يا ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له کابل نړيوال هوايي ډګر څخه د تخلیې بهير پر مهال پر کابل نړيوال هوايي ډګر د داعش د بریدکوونکی ځانمرګي په اړه جزييات خپاره کړل.

دغې ورځپاڼې وویل، چې برید د عبدالرحمن اللوګري په نوم هغه داعش وسله وال تر سره کړ، چې د بګرام زندان څخه طالبانو خوشې کړی و.

اللوګري د يوه افغان سوداګر زوی و، چې پاکستان او هند ته یې سوداګري کوله.د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، نوموړی په ۲۰۱۷ کې په هندوستان کې نیول شوی او امريکايي استخباراتو ته سپارلی و.

امریکايي استخباراتو هغه د افغانستان د بګرام اډې زندان ته لېږدولی و، چې له دی اډې څخه د امريکايي ځواکونو له وتو او جمهوري نظام له سقوط سره د زرګونو نورو بندیانو په شان طالبانو خوشې کړی و.

نیویارک ټایمز وايي، چې له زندان څخه تر خوشې کیدو وروسته، په څو ورځو کې توانيدلی چې له افغانستان څخه د تخلیې بهير د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید هدف وګرځوي.

په ياد شوي برید کې د څه باندې لسو امریکایي ځواکونو په ګډون دوو سوو زياتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

امریکايي استخباراتو ويلي، چې د عبدالرحمن اللوګري په اړه له څېړنو وروسته اوس په افغانستان کې د داعش ډلې د پېښېدونکو نورو ګواښونو ارزونه کوي.

د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال څو میاشتې مخکې وويل، چې داعش ډله به د طالب واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو او القاعده به په دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د امريکا او متحدينو خلاف یې د برید وړتیا پیدا کړي.

طالبانو بيا په افغانستان کې د داعش خطر رد کړی او ویلي، چې د دې ډلې د فعالیت په اړه بې ځايه تبلیغات کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب