دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کتابونو او چاپي خپرونو د سانسور او محدودیتونو حکم وشو

د کتابونو او چاپي خپرونو د سانسور او محدودیتونو حکم وشو

تاند:( دوشنبه، د‌ جدي ديارلسمه) د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد په لاسليک په یوه حکم کې د کتابونو خپرندويانو او واردونکو ته د طالبانو د واکمنۍ نوي قيودات روښانه کړي.

په دې حکم کې چې کتاب خپرونکو او د طالبانو کورنيو چارو وزارت ته استول شوی، راغلي چې د هر ډول کتابونو نشر او واردول باید د طالبانو تر نظر لاندې ترسره شي.

په دې مکتوب شوي حکم، چې ذبیح الله مجاهد لاسليک کړی، ټینګار شوی چې هیڅ ډول کتاب، مجلې او نورو چاپي پاڼو ته چې « د طالبانو د اسلامي امارت» خلاف وي، د چاپ،‌ نشر او واردولو اجازه نه ورکول کيږي.

په دې حکم کې راغلي، چې دا ټولې چارې به د طالبانو تر دقیق نظارت لاندې وي.

ذبیح الله مجاهد د دې محدودیتونو دليل د عامه اذهانو د تخريش مخنيوی ګڼلی او ويلي، چې د جګړې او تاوتريخوالي د تبلیغ مخنیوی به هم ورسره کیږي.

په دې مکتوب کې د افغانستان له خپرندويه ټولنو غوښتل شوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره به په دې اړه تعهد پاڼه لاسلیکوي، چې ورڅخه د سرغړونې په صورت کې به يې ټول کتابونه او مالونه مصادره شي.

د کابل د ناشرانو ټولنې هم د دغه قیوداتو په اړه د رسمي مکتوب رسیدو خبره تایید کړې او ویلي، چې د ذکر شوو تعهد پاڼو په لاسليک مکلف شوي دي.

د طالبانو ورځ تر بلې دغو قيوداتو ته پرون يوې نړيوالې رسنۍ په خپل يوه تحليلي مطلب کې اشاره کړې او لیکلي وو، چې دا ډله د خپلو او مبلغينو د ټولو ادعاوو برعکس یې بدله شوې نه ده او د بدلون تمه یې داسې ده لکه لېوه ته چې څوک د بل موجود پوستکی غواړي واغوندي.

4 COMMENTS

  1. پښتونه ته تیاره کی وی د کتاب دښمن وی اوس دی دهیواد نور اوسیدونکی هم له کتاب محروم کړل موږ دا څو کاله ځوریدو چی ولی پښتنو پسې ناوړه تبلیغات روان دی څوک یی انتحاری بولی څوک یی تروریست بولی څوک یې بشکه او واسکټ او څوک یې غول بولی او موږ به دسر په تاوان دفاع کوله ورسره په جنګ وو، لا زاتی مو ویل چی دوی د اشغال مقابل کی قربانی ورکوی خو اوس چی ګورو له پښتون او دده له چلند او طرز تفکر څخه هیڅ دفاع نشو کولای له شرمه په زمکه ننوتو څه شو هغه تاریخی برم او دبده دی څه شو هغه د میړانی تاریخ دی څه شو هغه غرور او آزادی دی ؟

  2. زه دې ته حیران یم چې پښتون ولې داسې خدای وهلی او شیطان شر مولی دی ، هر څوک چې څه ووایې په هغه
    پسې لکه اوزګړی منډې وهي !
    پښتون چې هر څومره خرتوب کوي په ستاینو یې لا قوي کیږي خو له خپله خرتوبه نه اوړي !
    اوس راځم مطلب ته !
    طالبانو خو دا ښه کار کړی افرین او سل افرین دې وي په طالب :
    – طالب ولې بی لار ې د اسلامي او افغاني کلتور خلاف نشریات او اوکتابونه بند نه کړي ؟؟
    – طالب ولې سیکسي او پورنو لیتېراتوره بنده نکړي ؟
    – طالب ولې د عقیدې او کلتور خلاف او د نفاق اچولو کتابونه او لیکنې بندې نکړي !
    په غربي نړۍ کې هم داسې شیان چې دولت ته خلاف او داساسي قانو په ضد وي بند دي
    د ساري په توه ته ورشه په المان کې د یهودو خلاف یو څه ولیکه ؟؟
    افغانستان له طالب مخکې خصوصا د اشغال په دوره کې د فحشا ، بیباکي ، کلتوري غلا او ځان پالنې مركز وو
    چې نتیجه افغانانو او نړۍ والو ولیده !
    – د ژوندون تلویزون به د انرجي دډرنک اعلانونه کول چې هغه به بیا ټولو ځوانانو څشل او د
    شمشاد تلویزون به د انرجي ډرنک نه علاوه هغه بی مانا ترکي او کردي فلمون ( د لېوانو دره )
    بیله شرط او قیده ښکاره کول چې په غرب کې داسې فلمونه د ځوانانو هلکانو لپاره بند دي .!
    ښه نو دې خلقو ، نه اخلاقي مسئولیت لاره او نه دیني خو هدف یواځ پيسې او دالر وو !
    خبرې ډیرې دي ،خدای د تاسو ته عقل درکړې مفته مړۍ حرامه ده او مفتخور بیغیرته پرازیت وي !!

  3. محترم ورور پتنګ ډیره پر ځای لیکنه مو کړیده افسوس چی زموږ په وطن کی هغه بی ضمیره بی کلتوره او بی فرهنکه کم اصل انسانان نه ددین او نه د وطن په ارزښتونو پوهیکی دوی یوازی دغربی نړی دعیاشی او فحشآ دترویج لپاره کار کوی اوسنی حکومت په څو جبهو کی د ددونیا دمستکبرو او غلامو فاحشو او وطن پلورونکو سره لاس او ګریوان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب