دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د پزي وینې کېدا (Epistaxis)

د پزي وینې کېدا (Epistaxis)

پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده پر نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یې د تنفس په وخت کې د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي، نو ځکه زیاته ړینه پکې شته.
يزه دوې برخې لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزې بهرنۍ برخه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه برخه یې د هډوکي (Bone) او لاندې دوې حصې یې له غضروف یا نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوې ده.
د پزې داخلي برخه د پزې د دیوال (Nasal septum) ،د پزې د خالیګاه (Nasal Cavity) او د داخلي سټرکچړو څخه جوړه شوې ده.
 کوچنیانو او د زلمکو پزه زیاته وینه کېږي او په اکثره وختو کې وینه په خپله بندیږي خو دا چې د پزې د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کې د خطر سبب کېدای شي.
له پـزې څخه د وینې راتلو علتونه:
د پزې د وینې کېدو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چې په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه
په پُزه پوري مربوط علتونه
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزې ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کې د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزې سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال چې د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
علاج او بیړني مرسته:
د پزې د وینې کېدو علتونه مختلف دي، نو ژر تر ژره باید یو نږدې روغتون ته ځان ورسول سي، ترڅو علت یې معلوم او دقیق علاج یې وکړل سي، البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزې لاندي حصه چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره.
۲- سر په ځمکه مه ږذئ، ځکه په دې توګه د سر خوا ته د ویني جریان زیاتیږي، سر لږ څه د مخ و طرف ته او کوشش وکړئ چي کښېنئ یا سر جک ونیسئ.

1 COMMENT

  1. لطفا لطفا او بیا لطفا داسې عکسونه مه خپروئ چې د کتونکو/لوستونکو په ذهن باندې بد لګیږي. تاسو کولی شوای چې د دې پرځای مو د یوې عادي پوزې عکس خپور کړی وای. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب