سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ایران ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه...

د ایران ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) د ایران ولسمشر محمد ابراهیم رییسي په یوه تازه وینا کې بیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې ټول ګډونه حکومت جوړ شي.

نوموړي پرون د یوې وینا پر مهال دا هم ویلي، چې په دې برخه کې به یې د هېواد هڅې دوام ولري.

د رییسي په وینا، د افغانستان ټول خلک باید په ټول شموله حکومت کې ګډون ولري.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې په افغانستان کې امنیت د ایران امنیت تضمینولای شي او برعکس نا امني یې د ایران امنیت او ثبات ګواښي.

څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي ایران ته د افغانستان د یوه هزاره مشر حاجي محقق د سفر پر مهال وویل، چې هېواد یې د طالبانو او د هغوی د مخالفانو ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو لپاره منځګړتوب ته چمتو دی.

محقق اوس هم په ایران کې دی او په خبره یې، چې د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت د عالي شورا په استازیتوب له ایراني چارواکو او افغان لوریو سره خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون وال سټریټ ژورنال خپرونې په یوه راپور کې ولیکل، چې د کابل په لویدیځ کې د ایران سني ضد فاطمیون ډله فعاله شوې او یو شمېر طالبان یې وژلي.

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د صفوی زوی ریسی ته د وویل شی چه ستا به حکومت که هم باید سنی کردان او سنی بلوچ مسلمانان د وزیرانو او معینانو به صفت وتاکل شی>او هم د د ستا حکومت د یورانیمو غنی کولو بروسه بنده شی>

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب