یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+دودیز تجارت که نیټورک مارکیټینګ؟ |میرویس باور

دودیز تجارت که نیټورک مارکیټینګ؟ |میرویس باور

په دې لیکنه کې په دې خبرې کوو، چې دودیز تجارت او نیټورک مارکیټینګ کې کوم یو غوره دی او په اوسني وخت کې په کوم یوه اتکا کیدلی شي.

دودیز تجارت چې له نوم څخه یې ښکاري، پخوانيو تجارتونو ته ویل کیږي، چې تر اوسه پورې ګڼ شمېر خلک پکې مصروف دي. په دغه تجارت کې له دوکانونو، عمده فروشیو او هوټلونو څخه رانیولې تر ملکیتونو، وارداتو او صادراتو پورې ټول تجارتونه پکې راځي.

په دودیزو تجارتونو کې ګټه کیږي، خو د همدومره ګټې تر څنګ سرخوږي هم ډیره لري.

که څوک دودیز تجارت کول غواړي، هغوی مجبور دي ډیرې پسې ولري، په بشري قواوو سرمایه ګذاري وکړي، له دولت څخه جواز واخلي، د هر چا په سر ودریږي او هر څوک له نږدې اداره کړي.

او په دودیز تجارت کې که څوک سرمایه ګذاري کوي باید په داسې ځای او هغه څه باندې پانګونه وکړي، چې د بازار ضرورت وي. د خلکو د اړتیا په اساس په داسې ځای کې چې بل چا نه وي کړې سرمایه ګذاري وکړي. او که چا کړې وي، مجبور هم د خپلو اجناسو کیفیت تر نورو لوړ کړي او هم یې قیمتونه ور ټیټ کړي. ګنې بې له تاوانه بل څه په لاس نه ورځي.

د ملکیتونو د اخیستلو او خرڅولو په برخه کې د ملکیتونو لپاره هم ډیرې سرمایې ته اړتیا ده او هم د ملکیتونو په بازار بلدتیا ته.

که څوک بیا غواړي هوټل خلاص کړي باید په دې پوه شي، چې هوټل څنګه مخته یوسي، کومو مهارتونو څخه باید ګټه واخلي، د دخل له سیستم څخه نیولې بیا د پخلنځي تر سیستم پورې پر هر څه باید بدلتیا ولري.

که څوک د وارداتو او صادراتو کاروبار پیلوي، هغه باید په مالي چارو، په ګمرک، وظایفو، مالي مدریت او نورو برخو کې بلدتیا ولري.

خو نیټورک مارکیټینګ بیا نه دومره سرخوږۍ لري، نه ډیرې سرمایې ته ضرورت لري او نه هم دې ته چې يو څوک دې مخکې له مخکې هتمن مسلکي/نیتورکر وي، بیا دې نیټورک مارکیټینګ شروع کړي؛ بلکې دلته مهارت او کار دواړه په یو وخت زده کیږي او تر سره کیږي. د یادونې وړ ده، چې پرته له زدکړې او مهارته دلته هم بریا شونې نه ده.

کله چې یو څوک په نیټورک مارکیټینګ کې کاروبار پیلوي هغه په دې نه پوهیږي، چې ڼیټورک مارکیټینګ څه شی دی، د جبران پلان یې څه شی ده، چپ و ښی لاس په څه مانا؛ خو دا هر څه ډیر زر زده کوي. ځکه د نیټورک مارکیټینګ ژبه او ستراتیژی ډیره ساده او د تقلید وړ ده. هر څوک کولی شي له بل هر چا یې تقلید کړي او پر مخ یې یوسي.

د نیټورک مارکیټینګ په نسبت د دودیز تجارت سرخوږي ډیره زیاته ده؛ مثلا د پیسو راټولول، حمل و نقل، مالي مدریت، د سازمان لپاره د چارت جوړول، تولیداتو ته ترقي ورکول، د انکشاف په اړه څیړنې، بسته بندي، مارکیټینګ او نور… چې د دغه هر یوه پسې ځان رسول ډیره سرخوږي جوړوي.

خو نیټورک مارکیټینګ کی موږ د داسې یو تجارت مالکان کیږو، چې د دودیز تجارت په شان پیسې پکې ګټل کیږي؛ خو د دودیز تجارت غوندې سرخوږي نه لري.

او هغه ستونزې چې یو څوک په دودیز تجارت کې تجار کېدو ته نه پرېږدي؛ نیټورک مارکیټینګ دا ستونزې له منځه وړي. ځکه د هر شخص دا نه وي زده چې خلک څنګه مدریت کړي؛ خو نیټورک مارکیټینګ هر څه درسره ترسره کوي. په نیتورک مارکیټینګ کې هر څه مدریت کیږي. د دې تجارت هر اړخ د مسلکي/کارپوه شخص لخوا اداره کیږې. چې هغه شخص بیا د بل چا لخوا اداره کیږي. همداسې یو د بل لخوا اداره کیږي او یو بل ته خپله پوهه ور انتقالوي.

نیټورک مارکیټینګ پراخو ټولنیزو اړیکو ته هم ضرورت نه لري، یوازې د نفوس دایرې ته اړتیا لري، چې په ټوله دنیا کې هر شخص خپله د نفوس دایره لري. د چا د نفوس دایره څلور وي او د چا سل وي. خو په همدې انټروال(۴-۱۰۰) کې هر څوک دا دایره لري.

زه ڼیټورک مارکیټینګ ته د یو لوی فرصت په سترګه ګورم ځکه د نړۍ پر سر بل داسې فرصت نه شته، چې له یوه عادي شخص څخه، چې له ډیرې کمې سرمایې ان تر سلو ډالرو پورې دې تجارت پرې پیل کړي او یو لوی تجار دې ترې جوړ کړای شي. خو په نیټورک مارکیټینګ کې دا هر څه شوني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب