یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امريکا پخوانی سفير : د ولسمشر غني په يوازې پريښودو مو...

د امريکا پخوانی سفير : د ولسمشر غني په يوازې پريښودو مو شرمونکی خیانت وکړ

تاند: ( جمعه د جدي لسمه) ‏‏په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو يوه پخواني سفير هوګو لورنس وايي مني، چې هېواد يې له افغانستان سره خیانت وکړ.

لورنس، چې تر ۲۰۱۷ پورې په کابل کې د امريکا سفير و، په يوه ځانګړي ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې په دوحه کې له طالبانو سره د زلمي خليلزاد د سولې معاملې له ترسره کيدو سره د افغانستان جمهوري نظام منسوبينو ته له پوځي ماتې مخکې رواني ماتې ورکړل شوې وه.

هغه د‌‌ دې تر څنګ د سولې بهير له کاميابیدو مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د جمهوري نظام د سقوط بل مهم دلیل ګڼي او امریکايي چارواکي پکې ملامتوي.

دی له هېواده د ولسمشر غني د وتو په اړه وايي، چې تر اوسه یې ارزول سخت او پر هغه نيوکې شته، خو دا هم بايد امریکایان ومني، چې د افغانستان دغه رهبر يې يوازې پريښی و.

د امريکا دا پخوانی سفير په ټوله کې له افغانستان څخه د امریکا وتل هغه هم په دې بڼه له دومره ناکامیو سره شرمونکی ګڼي.

د دغه امريکايي ديپلومات په وينا، د افغانستان جمهوري نظام له ټولو ستونزو سره منتخب او مشروع نظام و، پارلمان او نور منتخب بنسټونه يې لرل او د بيان او رسنيو ازادي يې د منځني اسيا په کچه بېسارې وه.

په کابل کې د امريکا دا پخوانی سفير په ورته وخت کې وايي، چې طالبان دې په رسميت نه پيژندل کيږي، خو اړيکې دې ورسره موجودې او اصلاح ته دې وهڅول شي.

د طالبانو په اړه د سفير هوګو لورنس ارزونه دا ده، چې د پاکستان لخوا يوه جوړه شوې ترهګريزه ډله ده او له واک ته رسېدو مخکې يې تر اوسه پورې د نړۍ له ۲۰ ترهګرو ډلو سره اړيکې لرلې.

دا پخوانی امریکایي ډيپلومات زياتوي، چې پاکستان ورسره د افغانستان او ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې دوه ګونې لوبه وکړه.

نوموړی د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو یادونه هم کوي او وايي، چې حقاني ډله او د ملا برادر په مشرۍ د کندهار طالبان خپلو کې سخت اختلافات سره لري.

د افغانستان په اړه د هغه عمومي ارزونه دا ده، چې اکثريت خلک يې په متمدنه ډول ژوند غواړي، خو طالبان يې د يوې اقليتي ډلې په توګه مزاحمت کوي.

دا پخوانی امریکایي سفير د افغانستان وضعیت بدليدو ته هيله من دی او په دې برخه کې د فرصتونو د موجوديت خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. د امریکا پخوانی سفیر دافغانستان لپاره لږ تر لږه دا منلی چی هیواد يی د افغانستان او افغانانو سره جفا وکړه او دسولی د رښتینی پروسی په کامیابولو کی پاتی راغلی چی په افغانستان کی د حکومتی نظام د پاشولو مخنیوی شوی وی.
    بیا هم د افغانستان او افغانانو سره يی خپله همدردی ښودلی او واقیعتونو ته يی ګوته نیولی ده او تری مننه کوو.

    بل خوا خلیلزاد په ډیره بی شرمانه ډول وخت په وخت په رسنیو کی راڅرګندیږی او په ډیری بی حیایۍ او شرمونکی ډول له خپل رول نه دفاع کوی پداسی حال کی چی ټوله نړۍ د خلیلزاد رول او ددوحی پریکړه ددې فاجعی لوی عامل بولی.

    پدی کی شک نشته چی د افغانستان پدی لويی غمیزه کی د حکومتونو ترڅنګ د سیاست د میدان مداریانو او نورو دولتی او غیری دولتی کړیو لاس درلود.

    د افغانستان ولس او په خاص ډول روشنفکره طبقه ددې غمیزی د عامیلینو څخه دی چی و يی نه شو کولای د افغانستان ګټی په خپل سخصی ګټو معتبری او مفدسی وګڼی او د ولس د هیلو او ارمانونو مصدر او مرکز جوړشی. بلکه فساد او ملی خیانتونه اوج ته رسیدلی و چی عام وګړو دا هرڅه لیدل او هیڅ يی نه شو کولای او ورځ تر بله ناهیلی کیدل. همدا علت و چی افغانستان مات ګوډ نظام لکه د بنګړو بار د یو ګوزار سره میده میده شو او ټول مات ګوډ جمهوری ارزښتونه د خاورو سره خاوری شو.
    اوس هم زمونږ روشنفکره او باسواده طبقه باید د تیرو سهوو او تیروتنو څخه سبق زده کړی او د افغانستان او ولس ښیرازی تر هرڅه مقدسه وګڼی او د عام وګړی لپاره د لاری لارښود او ملګری جوړشی ترڅو د هیواد او ولس حق په ښه شان په ځای کړی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب