یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د يوې مدرسې چت لویدلی

کندهار کې د يوې مدرسې چت لویدلی

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) ‏د کندهار ښار په شپږمې ناحیه کې د النوریه مدرسې پر زده کوونکو د لیلیې چت رانړېدلی دی.

په دې ولايت کې د میرویس روغتون مشر محمد قاسم وايي چې د چت راپرېوتو په پېښه کې یو زده کوونکی مړ شوی او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د ډېرو مدرسو وضعيت په همدې ډول د انديښنې ور ګڼل کېږي.

د مدرسو د جوړولو لپاره سره له دې چې دولت او شتمتو پراخې مرستې کړي، خو ويل کيږي چې په جوړولو او د چارو تنظيم کې یې فساد کیږي.

طالبانو د دې پېښې د څېړلو، د مدرسې د بيا رغونې او هم يې متضررينو سره د مرستې په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب