یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچين د ط د لیکو تصفيه ستایلې

چين د ط د لیکو تصفيه ستایلې

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) ‏‏طالبان وايي، چې په کابل کې د چين سفير يې د رييس الوزرا مرستيال ملا برادر سره په لیدنه کې پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړي‌.

د ملا برادر د دفتر په يوه اعلاميه کې راغلي:د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ‌یو سره وکتل.

د سرچينې په حواله، ملا برادر د چین لخوا له افغانانو سره د شوو بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

خبرپاڼه زياتوي:د چین سفیر د ا.ا.ا له لوري د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، د نظامي لیکو د تصفیې، دولتي مامورینو ته د معاشونو د ورکړې او د امنیت په ټینګښت کې یې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دوی به د ا.ا.ا سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ټينګار لري چې په کورنيو چارو کې یې څوک بايد لاسوهنه ونه کړي.

پرون د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف وويل، چې د روسیې او چین په ګډون ګڼو هېوادونو طالبانو سره تعامل کړی، خو د حکومت په رسمیت پېژندل يې چې د هغه په وينا يو سمبوليک عمل دی، په تدريجي بڼه تر سره کيږي.

د طالبانو د لیکو د تصفيې کميسيون تېره اونۍ وویل، چې نيږدې ۲ زره تنه يې له خپلو لیکو ويستي.

د کميسيون د مشر په وينا په دوی کې د داعش هغه غړی هم شامل و، چې طالبانو د دفاع وزارت د یوه عمومي رياست رييس ټاکلی و.

1 COMMENT

  1. تقوی په څادر کې نه ده او دا د عاجزۍ سمبول دی.
    تقوی او عاجزي (خشوع) دواړه له زړه، ايمان (دماغ) او عمل سره تړاو لري.
    د يوسف (ع) وروڼه د پېغمبر اولاد ول، خو له خپل ورور سره يې رخه درلوده او بېلابېل تکليفونه يې ورورسول.
    دولتي دندې مستحقو ته نه سپارل دا خپله يو فساد دی چې رشوت واختلاس هم پکې راځي.
    سمه ده چې رشوت به کم وي، خو دولتي نامستحقو ته نه سپارل يې يو اساس دی چې ولې دا اړخ له پامه غورځوي؟
    شاه ولي الله په خپل کتاب کې سنت دوه ډوله تعريف کړي :
    يو دا چې سنن الهدی او بله دا چې سنن العادة.
    د ملا صاحب بڼه دلته يو کلتوري اړخ لري چې په سنن العادة کې راځي نه په سنن الهدی کې.
    د کرنيل مشخصتيا
    (د افغانستان د جهاد داستان)
    د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.
    زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.
    مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.
    مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.
    په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.
    پوښتنه دا ده چې دا ډ،ل تشخص ورته امام انتخاب کړی او که خپل ابتکار او خپله خوښه يې ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب