Homeخبرونهد ننګرهار چارواکي: افغان هندو باوران بیرته هېواد ته را ګرځي

د ننګرهار چارواکي: افغان هندو باوران بیرته هېواد ته را ګرځي

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) ‏‏ په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي د دې ولايت د هندو باورانو له خولې وايي، چې ننګر هار ته له بهر څخه اهل هنود هېوادوال بېرته راستنیږي.

په ننګرهارکې د طالبانو د والي مولوي محمد داود مزمل دفتر ویلي، چې دا خبره والی مزمل سره د ليدنې پر مهال جلال اباد ښار کې د اهل هنودو هېوادوالو کلانتر جسبير سنګهـ حکيم زاده کړې ده.

سرچينه وايي، چې دغه هندوان او کورنۍ به یې ډير ژر له بهر څخه بېرته هېواد ته را ستنې شي.

‏د طالبانو په اعلامیه کې د هندو باورو په حواله ویل شوي، چې د طالبانو له تېرې واکمنۍ هم

ښې خاطرې لري او غواړي پاتې ژوند به هم په خپل هېواد کې تېر کړي.

د طالبانو والي اهل هنودو هېوادوالو ته د دوی د امنيت، خونديتوب او حقونو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی او هېواد ته د بېرته راګرځيدو د ادعا شوې پرېکړې هر کلی او ستاينه يې کړې.

خپله افغان هندو باورو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د ډېرو نورو افغانانو تر څنګ يوه برخه هندو باوره افغانان هم له هېواده وتلي.

طالبان دوی او نور افغانان په داسې مهال بيرته هېواد ته راتلو ته هڅوي، چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونو پورې خلک سخت فقر ځپلي او ميليونونه نور د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...