جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهصالح: د ولسمشر مرکه د خاطرو بیانول نه، بلکې د نوې مبارزې...

صالح: د ولسمشر مرکه د خاطرو بیانول نه، بلکې د نوې مبارزې پيل دی

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح تر څو مياشتيني ځنډ وروسته د ولسمشر غني لومړنۍ مرکه د يوې نوې مبارزې پيل ګڼلی.

هغه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دا مبارزه به د افغانستان د قضيې د حل لارې لپاره وي.

هغه نه ده روښانه کړې، چې دا مبارزه به په کومه بڼه او څنګه مخته وړل کيږي.

له دې سره د ولسمشر غني مرستیال ټينګار کړی، چې د طالبانو پر وړاندې په جنګیدو پښیمانه نه دی او پرې ویاړي.

د هغه په وينا، طالبان د افغانستان مالکان نه دي، خو يوه برخه يې کیدای شي.

صالح زياتوي، چې د ټولو افغانانو په کور د افغانستان په تر بدلیدو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ده یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان ډېر لوی دی او پاکستان یې نه شي خوړلای.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...