یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: د کابل ورانیدو او د پاکستان په لاس د سپکیدو د...

غني: د کابل ورانیدو او د پاکستان په لاس د سپکیدو د مخنيوي لپاره له هېواده وووتم

تاند:( پنجشنبه، د جدي نهمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دی، د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې له هېواده د وتو لاملونه او ګڼ نور موضوعات بیان کړي.

ښاغلي غني د هېواد پريښودو لومړنی دلیل د کابل د ورانیدو مخنيوی ګڼلی او ويلي:((زما د تللو لومړنی دلیل، د کابل له وراني څخه مخنیوی و. د واک په سر د مجاهدینو خپلمنځي جګړو پر مهال یو ځل کابل ویجاړ او د جنګ په میدان بدل شوی و. د طالبانو دوه مختلفې ډلې له دوو مختلفو جهتونو څخه کابل ته د نږدې کېدو پر حال کې وې، د دوی تر منځ د پراخې جګړې قوي احتمال موجود و، چې په نتیجه کې یې د کابل پنځه میلوني ښار خاورې سره خاورې کېده او خلک متضرره کېدل. زما دریز پدې اړه واضح و، ما نه غوښتل چې دویم اسد [بشار الاسد] شم.))

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې په هېواد کې له پاتې کیدو سره یې ونه غوښتل چې د طالبانو په لاس یوې خونړۍ کودتا ته مشروعيت ورکړل شي.

هغه زياتوي:(( په پاتې کېدو سره مې یوې خونړۍ کودتا ته مشروعیت ورکول کېده. دا یوه کودتا وه، نه کوم سیاسي جوړ جاړی. طالبانو د خپلو ټولو هوکړو او بیانیو څخه سرغړونه وکړه [او په زوره کابل ته ننوتل].))

ولسمشر غني وړاندې وايي:((ما نه غوښتل یوې کودتا ته مشروعیت ورکړم، بلکې غوښتل مې چې راتلونکي کې یوه اساسي سیاسي جوړجاړي ته لار پرانېستې وي. پر افغانستان د طالبانو تسلط، سوله او ملي یووالی نه دی راوستی. هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو، واقعي سوله او ملي یووالی دی.))

اشرف غني د هېواد پريښودو وروستی دلیل د پاکستان په لاس د ده او افغانستان د سپکیدو مخنیوی ګڼي او زياتوي:((ما نه غوښتل چې د پاکستان ای اس ای خپل ارمان پوره کړي او جمهوریت تحقیر کړي او ما په زور یوې بیانیې ورکولو ته مجبور کړي. یا تر دې هم بدتر به دا وای چې له یو افغان جمهور رئیس څخه استنطاق پيل کړي. دا ټول زما پاتې کېدو سره په حقیقت بدلېدل.))

ښاغلي غني سربېره پر دې د نظام سقوط د هېواد پريښودو تر ټولو اصلي دلیل ياد کړی او ویلي:((اساسي دلیل چې ما هېواد پرېښود دا و چې زموږ امنیتي ځواکونو سقوط کړی و، ټول [امنیتي] وزیران او د ملي امنیت سلاکار راغلل او ماته یې اطلاع راکړه چې ځواکونه یې پاشل شوي او نه شي کولای له کابل څخه دفاع وکړي.))

تمه کيږي، چې د ولسمشر غني مرکې ته به بېلابېل غبرګونونه وښودل شي.

په دې اړه نور انکشافات هم له تاند څخه تعقیب کړئ.

5 COMMENTS

  1. پاکستان نه شوې سپکولی، د پاکستان خړ داړه ور ببر سپي(ټالب) سپکولې. تا ته خپل خلک بلا شوي وو، دوی همداسې وږي ذلیل ګدایګر ښه دي…
    غازي امان الله خان ته د انګریز یو تور خوولی سپی بلا شو… او تاته د پردیو رنګ رنګ سپي سره یو شوي وو يو مخ ټولو درته غپل، تاته سقویان ستمیان ګلبټکیان پاټکیان ټوپکیان خادیستان خام سري ګیلمجمان زهرجن مغولان فعالان انګلیسي پيران حضرتان پڼډتان چرسیان پای لوچان غله ټټوکراتان چاپلوس معاشخواره ملایان ټولو لکۍ ډانګې کړې وې غپو غوپ وه… خو ددوی کوږ بار په نیمه لارکې واوښت او دوی ليوانو پسې واخیستل ورک ورک ذلیل ذلیل شول

  2. هر څه چی و، تیر شو اوس چاره نشته. تیر په هیر. فعلاً فقط دومره وشول چی تروریستی حملی کمی شوی او انتحاری نشته، اما ډیرې ستونزی هماغسی پاتی دی لکه: لوږه، بیکاری، د ګاونډیو حریصانه پلان زموږ د اوبو لپاره، جهالت، ناورغی، دمحیط زیست تباکوونکی ستونزی، د ګاوڼدیو مداخله او په دی خاوره د باداری خیالونه، زموږ طبیعی شتمنیوته د حریصانو طمع، د تاریخی دشمنانو ستراتیژیک عمق ته رسیدلو ارمان، ملی نفاق او داسی نور مشکلات مهمه داده چی د ډاکتر صاحب غنی پوهه زموږ لپاره د سروزور ارزښت لری، داکتر غنی د افغانستان لپاره ریښتیا هم لوی لوی انکشافی پلانونه لری چی پورته ذکر شوی مسایل یی حل کولای شول. هیله ده د خپلی لاری نقشه له ځوانانو ونه سپموی ان شالله دغه بیدار ځوانان به د دوی په لارښوونو او علمیت سره د دی وطن د استقلال، آبادی او پرمختګ لاره تعقیب کړی.

  3. مننه وحید صیب. حقیقت دی. کور مو ودان.
    اوس هر څه د افغانستان د ځوانانو پورې اړه لري، چې ځوانان مټې راونغاړي او دا هیواد په خپل کلک هوډ او هڅه او هاند بیرته ورغوي، او هیواد د ثبات لوړو څوکو پورې ورسوي.

  4. پاکستان نه شوې سپکولی، د پاکستان خړ داړه ور ببر سپي(ټالب) سپکولې. تا ته خپل خلک بلا شوي وو، دوی همداسې وږي ذلیل ګدایګر ښه دي…
    غازي امان الله خان ته د انګریز یو تور خوولی سپی بلا شو… او تاته د پردیو رنګ رنګ سپي سره یو شوي وو يو مخ ټولو درته غپل، تاته سقویان ستمیان ګلبټکیان پاټکیان ټوپکیان خادیستان خام سري ګیلمجمان زهرجن مغولان فعالان انګلیسي پيران حضرتان پڼډتان چرسیان پای لوچان غله ټټوکراتان چاپلوس معاشخواره ملایان ټولو لکۍ ډانګې کړې وې غپو غوپ وه… خو ددوی کوږ بار په نیمه لارکې واوښت او دوی ليوانو پسې واخیستل ورک ورک ذلیل ذلیل شول…
    مننہ سلیم جانہ حقیقیت دی ویلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب