یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+دا غني څوک دی،‌ چې دومره دښمنان لري؟

دا غني څوک دی،‌ چې دومره دښمنان لري؟

کبیر حقمل

د نړیوال بانک یو مامور، چې پیل یې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي کړی و. یو امریکایی ملګری یې وايي،‌ چې کله په افغانستان کې د کمونیستانو او روسانو اله ګوله شوه او بېرته هیواد ته د تلو او نه تلو په انتخاب کې له شک سره مخامخ شو، د نړیوال بانک د یوه ماموریت زمینه ورته برابره شوه. د ماموریت د منلو او نه منلو په مشوره کې دې دوست ته وایي،‌ چې ددې ماموریت منل او امریکا کې پاتې کېدل خو به یې د هیواد له راتلونکې ولسمشرۍ نه محروموي. ملګری یې وايي،‌ چې په ټوکه یې ورته ویلي، که یې دا ماموریت ولسمشر نکړي، لږ تر لږه په امریکا کې د اوسېدو زمینه به ورته برابره او له ډیپورټ کېدو به یې وژغوري.

د نړیوال بانک د ماموریت تر پیل کلونه کلونه وروسته هغه د ولسمشرۍ مصمم په ۲۰۱۴ کال کې د هیواد مشرۍ لوړه وکړه، په یوه نوي نیت او له پلانونو او پروګرامونو ډکه سینه. ولسمشر غني د بن له کنفرانسه د افغانستان له نوي جوړښت او بهیر سره ښه سم بلد و. هغه د هغو سلګونو افغانانو په کتار کې بېرته هیواد ته ستون شو، چې د طالبانو سقوط د افغانستان لپاره د بیا خدمت کولو زمینه ورته برابره کړه، خو غني تر ټولو متفاوت و. د هغه وخت فعالینو،‌ سیاستوالو، حکومت او د حکومت اصلي شریک شمالي ټلوالې دې سړي ته په متفاوت نظر کتل.

په داسې حال کې،‌ چې یوې مطلقې ناکامې نړیوالې معادلې افغانستان د قدرتونو په جزیره وېشلی او د ولسمشر کرزي شاوخوا د زور او ځواک ګڼو کړیو نیولې وه، حکومتي‌ زور اصلا له ټوپکسالارانو او زورواکو سره و او هیچا هم د پخوانیو جهادي او قومي ډلو پر وړاندې د ګام اخیستو جرات نشوای کولای، غني په کلک هوډ ودرېد او د هیواد عواید یې مرکزي کړل. د داسې زوراکو پر زرګونو سرتېرو یې پیسې او ډوډۍ ودروله، چې د وخت ولسمشر هم په نیولي تندي خبرې نشوای ورسره کولای. وروسته یې په داسې حال کې، چې هیچا هم د هیواد پر نظامي توان او طاقت باور نه درلود، د امنیتي مسئولیتونو د لېږد پروسه بش‍پړه کړه، د هیواد ګوټ ګوټ ته یې سفرونه وکړل او پر ښکلي درې رنګه ملي بیرغ یې د الله د توحید کلمه ښکل کړه او افغانستان یې یوه نوي پړاو ته سیخ کړ.

غني نه د سره انقلاب سرتېری و نه د شنه، نه یې پر کابل لسګونه زره توغندي توغولي و او نه یې هم پر مړو بازۍ کړې وې، نه یې د طالب له مړو کانتینرونه ډک کړي و او نه یې هم د شمالي شنه او سمسور باغونه سوځولي و، هغه نه د کوم هیواد د سرتېرو پر ملتیا راغلی و او نه یې هم د توپ ټوپک کومه سابقه او تجربه لرله،‌ یوازې یې یو بکس درلود او په هغه کې یې د یادداشت کتابچې او کمپیوټر و. 

ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې ښاغلی غني یې په انګلستان کې د افغان محصلانو یوې ناستې ته بللی و. تر هغه وړاندې د نظام کوم معین ورته ناستې ته ورغلی و. د هغه معین کش او فش او تشریفاتو ته په کتو دوی پروفیسور غني ته هم تیاری نیولی او په دې سوچ کې ور روان شوي، چې څه ډول موټر او تشریفات ورته برابر کړي، ځکه دی خو لږ تر لږه د مالیې وزیر، د یوه با صلاحیته کمیسیون مشر او مطرح سړی پاتې شوی. وايي برعکس د ژمنې ځای ته په رسېدو ګوري، چې غني له یوه بکس، ساده افغاني جامو او کمپیوټر سره له یوه اورګاډي کوزېږي او دوی ته وايي، چې د مجلس خواته په بس کې د تلو لېوالتیا لري.

دداسې ساده او بې تشریفاتو ژوند لرونکی دا سړی په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو ګټونکی شو. له عبدالله سره د جوړجاړي معاملې یې موږ ټول ځوانان او پلویان وپارولو او نیوکې مو پیل کړې. یوه ورځ مازدیګر یې ځینې ملګري په دارلامان کې خپل کور ته وروبللو. په هغه مجلس کې د ولسمشر غني شوې نورې خبرې نه را اخلم، یوازې دا ټکی یې نقلوم، چې ویل یې د عبدالله ډلې په کابل او هیواد کې د هر ډول بې نظمیو او ګډوډیو لپاره تیاری نیولی او په دې لړ کې هره رامنځته کېدونکې پېښه ده ته هم مسئولیت راجع کوي. ده خپله خبره په دې راونغاړله، چې نه غواړي واک ته د رسېدو لپاره یې د یوه کور ښیښه ماته او د یوه انسان وینه تویې شي.

 که څه هم دا تړون د واک تر وروستۍ ورځې د ولسمشر غني د تر ټولو ناکامې او ناوړه معاملې په توګه پاتې شو، خو تر شا یې ددې سړي موخه، چې د واک لپاره د خلکو د وینو نه تویول او هیواد له ګډوډیو ساتل و،‌ انکار نه منونکی دی، هغه هم په داسې ملک کې چې ملا یې واک ته د رسېدو لپاره د خلکو په زامنو پسې بمونه تړي او مجاهد یې د ارګ لپاره بسته ښارونه او ولسونه په اور پورې کوي.

ولسمشر غني‌ واک ته په رسېدو په کور دننه او بهر له یو شمېر جدي ستونزو سره هم مخامخ و. د ولسمشر کرزي‌د ۱۳ کلنې دورې غټو غټو خلکو، چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه یې هیواد کې کار کړی او د ژوند تر ټولو ښې شېبې لرلې وې، په کور کېناستل نه شوای تحمل کولای. پخواني‌ جهادي او تنظیمي‌ ګروپونه او اشخاص هم د ولسمشر د قاطعیت او ددوی پر وړاندې د پخوانیو او د وخت د دریځونو پر بنسټ غلي‌ کېنناستل او په داسې حال کې، چې نظام سم نیمايي ددوی و، په مسلسل ډول یې پر هغه د متعصب، انحصارګر او دیکتاتور تورونه ولګول.

رسنۍ که بهرنۍ وې که داخلي تقریبا ډېری یې په تېره هغه، چې قومي او سمتي تمایلات یې لرل، د ولسمشر پر وړاندې ودرېدلې او د سیګار په شمول ګڼې ادارې را پورته شوې،‌ چې هره کیسه به یې د فساد په تور دومره غټه او لویه کړه،‌ چې د ولسمشر د کار او هڅو ټوله انرژي به یې واخیسته.

ولسمشر غني‌ افغانستان کتلی و. هغه د تېر ۴۰ کلن سیاست ټولې مهرې لوستلې وې،‌ دی د هر سیاسي شخص او ګروپ په تاریخچه هم پوهېده او هیواد ته په موثریت او نه موثریت یې هم. ځکه یې لږ تر لږه خپلې شاوخوا کې داسې کسانو ته وخت او څوکۍ ورنکړلې، چې دی پوهېده، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ملک ته خیر نه دی رسېدلی.

ولسمشر که څه هم د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د رایو اخیستو لپاره د خپلو اصولو خلاف یو لړ تړونونه وکړل، خو د پخوانیو ډلو مشرانو او سیاسیونو یوه هم خیر ترې ونه لید او حتی خپل لومړی مرستیال یې د کلونو لپاره له څوکۍ لرې او بهر وساته. ده ډېره هڅه وکړه،‌ چې د تېرو ۴۰ کلونو سیاست خصوصا د قومي برخې فعالینو پر ځای نوی نسل را مخې ته کړي او ولسونه د هغوی له یرغمله خلاص کړي، خو متاسفانه پر هره نوې پرزه کړې پانګونه یې بې ګټې ثابته شوه او هېڅ یوه هم داسې موثریت، چې په ولس کې ځانته ځای پیدا او زړې مهرې بې تاثیره کړي، ونشوای لرلای.

ولسمشر د ۲۰۱۹ کال ټاکنې په وچ زور وکړې او ویې ویل، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته باید حد اقل افغانان ددې توان ولري، چې انتخابات وکړي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي. د هغو ټاکنو امنیت زموږ ملي امنیتي ځواکونو نیولی و او د نورو ټولو ټاکنو په نسبت په کې تلفات کم و. هغه په لومړۍ ۵ کلنه دوره کې خپل موافقین او مخالفین ټول مایوس کړي و. مالي برخې او عوایدو ته په خاص تمرکز یې هغه، چې له بیت الماله یې میلیونونه عواید درلودل غصه کړي و،‌ په واک کې له شاملولو سره سره خلکو ته دصلاحیت نه ورکولو یې سیاسي ملګري مایوس کړل او ددې ترڅنګ نورې سیاسي څېرې هم، چې په هیواد کې یې لوی واک او ځواک غوښت هم له دې امله ورو ورو لا نهیلي شول، چې ولسمشر غني لاهم په خپل ټیم او تصمیم نیوونکې حلقه کې پر ځوانانو او خپلو خاصو خلکو تمرکز وکړ. 

هلته طالبان، چې هرڅومره یې د امریکا او پاکستان ملاتړ خپل کړ، په دې ونه توانېدل ولسمشر تنازل ته اړ کړي. امریکا غوښتل د پخوانیو جنګسالارانو/سیاسیونو او طالبانو ترمنځ یو داسې توافق رامنځته شي، چې پایله یې د ولسمشر غني ګوښه کېدل او افغانستان بېرته د تېرو ۴ لسیزو جګړو ښکېلو اړخونو ته سپارل وي. په دې کې د نوي کهول، ۲۰ کلنو لاسته راوړنو او جمهوریت هېڅ خیال نه ساتل کېده او هرڅه بس لکه د میراث مال د څو لورو ترمنځ وېشل کېدل. ولسمشر د واک تر وروستۍ شېبې بس دا څو ټکي تکرارول: با عزته سوله، اساسي قانون او جمهوریت.

دا درې هغه ټکي دي، چې لږ تر لږه یې نن موږ او تاسو په ارزښت او معنا پوهېږو.‌ 

د طالبانو په لاس د هیواد سقوط د همدې دریو ټکو له مخې وشو، ځکه هغه څه، چې د سولې په نامه روان و،‌نه په کې باعزته سوله مطرح وه، نه اساسي قانون او نه هم جمهوریت.‌ امریکا غوښتل په پوره غیرمسئولانه توګه خپل ماموریت پای ته ورسوي، طالبانو غوښتل واک ترلاسه کړي او د ولسمشر غني سیاسي مخالفانو غوښتل دی له صحنې لرې او د خلیلزاد پر هغې ژمنې باور وکړي، چې که هر ډول جوړښت وي، دوی به یې برخه وي او یوازې به ولسمشر په منځ کې نه وي.

د سولې د یوه با ضمانته بهیر په نه ډاډمنېدو متاسفانه افغانستان سقوط وکړ او ولسمشر د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره ګڼ پلانونه له ځان سره په یوه نامالوم لوري والوځول،‌ خو بیا یې هم هر لوری مایوس کړ. امریکا د خپل خروج لپاره دا دعوه نه شي کولای، چې مسئولانه و، په کور دننه سیاستوال او د نظام تخریبوونکي په دې قادر نشول، چې له طالب سره د مزو او چړچو ګډه مېله جوړه کړي او طالب هغه آرمان ته ونه رسېد، چې واک له یوه ټاکل شوي ولسمشره په داسې ډول ترلاسه کړي، چې ولسمشر لاس او پښې تړلی ورته ناست وي، دوی سیلفیانې ورسره اخلي او یا څپېړې ورکوي.

اشرف غني د تېر ۲۰ کلن افغان سیاست یوه لانجمنه مهره ده، داسې، چې په آخري پرواز کې یې هم خپلو سیالانو ته خیر ونه رسېد او هم دا دلیل دی، چې دومره دښمنان لري.

د هیواد د ښه راتلونکي او آرامۍ په هیله!

2 COMMENTS

  1. ګرانه وروره واقعیت دی لیکلی دی . مګر موږ هغه وخت لا وپوهیدو چی غنی به په خپلو عالی ارمانو او وطنی پلانو کی کامیاب نشی چی کله دده په لومړی خل انتخابیدو پاکستان چټک غبرګون وښود او مرګانی لړزه ورباندی راغله، خو غنی اول له هماغه ځایه پیل وکړ هلته یی څوویناوی وکړی چی د پاکستان غټ سیاستوال او په هغی جمله کی همدا قریشی ورته هک حیران و، خو دغه مکار تاریخی دښمن بیا هم له خپلو دسیسو لاس په سر نشو . دهیواد دننه مفسدینو تر خپل آخری حد دغنی د ملی انکشافی پلانو دشنډولو هڅی کولی په هر هغه چا یی چی اعتماد کاو چندان سم ورسره ونه چلید، یوه ورځ یی د ځوانانو غونډه کی وویل هیچا ته نه تسلیمږم، خو تاسی ته تسلیم یم. مګر دا ځوانان هم چندن ځوانان نه وو.
    مستقل او اباد افغانستان، منور ځوانان او ښکلی راتلونکی یی هیله وه خو دا وطن داسی بدبخت وطن دی چی له شازمانه نیولی تر فتح خان او اکبر خان او غازی عجب خان او غازی ایوبخان ، بیا له امان الله نیولی تر داود خان او نجیب ټول له ارمانو سره او زاره چاودی ورڅخه ولاړل . لکه چی دلته به یواځې لاسپوڅی او خاینان چلیږی ؟؟. که ملت ویښ وای دا وطن له پرله پسې بحرانو او مسلسلو بدبخیتو سره نه مخامخ کید . څه وکو چاته وژاړو؟ خلک مو سخت بیسسواده دی. دوی خپل خدمتګګاران نه پیژنی دا مشهوره خبره ده او دی سلو کلو کی زمو هر مشر همدا خبره کړی چی بیسواد ملت خپل دوست او دښمن نشی تفکیک کولای. اوس چی څومره کولای شئ په غنی او امان الله خان پسې منفی تبلیغات وکئ عکسونه یی څیری کړئ او ښکڼخلی ورته وکړئ

  2. وایي خیر یې ونه رسید!

    نا انصافه ستا په شمول یې ټول اطفال د جوان سازي په نامه ارګ ته ور مارش کړل. د ارګ په کافي شاپ کې به ځای نه کیده. ته پخپله خو لږ اوقي هم وې. ورته به مو ویل چې سړیه مه کوه دغه ځوانکیان ددې استعداد نه لري چې په لوړه کچه مسوولیت ته اوږه ورکړي، وخت به یې راشي….
    نو که هر څوک خبري پسي کاږي، تاسو خو یې مه پسي لیکئ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب