یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجنرال مبين: ښځينه مظاهره چیانو د کنځلو تر څنګ امیرالمؤمنین پاکستانی جاسوس...

جنرال مبين: ښځينه مظاهره چیانو د کنځلو تر څنګ امیرالمؤمنین پاکستانی جاسوس وباله

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) د کابل په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو وياند جنرال مبين په يوه ټلويزيوني مرکه کې له ده سره په کابل کې د ښځينه مظاهره چیانو د توند چلند له کبله شکايت وکړ.

نوموړي وويل چې يو شمېر ښځينه مظاهره چیانو ده او ان د دوی اميرالمومنين (عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده) ته کنځلې وکړې او د پاکستان جاسوسان يې وګڼل.

نوموړي دا هم وويل، چې دوی د ښځو د مظاهرو مخالف نه دي، خو شرط يې دا دی چې د مظاهرو لپاره بايد وار د مخه له کورنيو چارو، عدليې وزارتونو يا سترې محکمې څخه اجازه واخلي.

جنرال مبين په دې مرکه کې دغه راز ښځينه مظاهره کوونکې تورنې کړې چې په بهرنيو هېوادونو کې د پناه غوښتنې او د دې کار لپاره د کيس جوړولو په موخه لاريونونه کوي.

دغه طالب وياند ښځينه فعالانو ته په خطاب کې وايي چې ناټو او امريکا بيرته افغانستان ته نه را ګرځي او دوی هم نه بايد د هغوی په تمه لارو کوڅو ته راووځي.

د دغه طالب وياند څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پرون طالبانو د دوی په پلوۍ خپله د ښځو يو لاريون تنظيم کړی و.

دغې ډلې اوړمه ورځ پر هغو ښځينه لاريون والو ډزې وکړې او سره خواره يې کړل، چې د خپلو تلف شويو حقونو د اعادې لپاره يې کابل کې لاریون کاوه.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې د ښځو په اړه څو ګونی چلند کوي.

د دوی په وینا، طالب چارواکو له يوه لوري ميليونونه ښځې له زده کړو، دندو او فعاليتونو را ګرځولي او د اسلامي شريعت د تطبيق په پلمه له لوږې په دې ډکو شرايطو کې په کور کړي، خو بل لور ته يې د نړيوالې خواخوږۍ جلبولو لپاره ښځينه فعالانې سړکونو ته ويستي چې د دوی د غوښتنو د ملاتړ لپاره مظاهره وکړي.

طالبانو دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. تاند لیکي: ((د کابل په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو وياند جنرال مبين …))

    دغه مبین خان چې تاند جنرال یاد کړی د څلورم صنف په کچه پښتو او پاړسي املا او انشا نه لري.
    په پيښور کې یې د چپلک فروشي دکان در لوده په مسخرو مشهور و.

    په یوټیوب چینل کې ښکنځلمار طالب پلوی معلومیده!
    پیښاوریو انډیوالانو په مسخره سترجنرال باله!

    زیات خودنما، فخر فروشه او بد خلقه سړی دی. په ټویټر کې د سپیسونو په مجلسونو کي فاتح ښکنځلمار او لنډغر ځان معرفي کوي.
    فکر کوم داسي کسانو ته د جنرال مرتبه کارول د مکتبي جنرالانو سره ظلم او ناروا ده!
    همدومره بس ده چې ګلم جمو او پنچرمینانو زیاتی و کړ، ځانونه یې جنرالان معرفي کړل….

    طالبان جنګیالي او ځان مرګي لري، خو جنرال نه لري!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب