یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهانس حقاني:« نا اهله» چارواکي دې خپلې دندې پريږدي

انس حقاني:« نا اهله» چارواکي دې خپلې دندې پريږدي

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) ‏د طالبانو د حقاني شبکې جګپوړی غړی انس حقاني، چې د دوی په حکومت کې په ښکاره کومه دنده نه لري، له نوم اخيستو پرته يو شمېر چارواکي « نا اهله» ګڼلي.

هغه نن په لوګر ولایت کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۲ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ويلي، « څوک چې ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقوق دې نه تلف کوي او خپل ځای دې بل چاته پرېږدي.»

انس حقاني نه ده روښانه کړې، چې د دوی د واکمنۍ کوم چارواکي « نا اهله» دي او د هغه په خبره « د‌ مسلمانانو حقوق يې تلف کړي دي ».

د طالبانو دغه لوړپوړي غړي د دوی له امر بالمعروف وزارت څخه غوښتي، چې یوازې خلکو ته د ناسمو کارونو په اړه دعوت ورکړي.

د‌ ده په وينا، د توصيو عملي کول او نه کول یې د خلکو خپل کار دی.

انس حقاني زیاته کړې، چې د خلکو زړونه په زور نه ګټل کیږي؛ بلکې په نرمښت او ارامۍ سره ترلاسه کیږي.

د طالبانو یو شمېر نورو غړو هم په خاص ډول ځوانانو، چې ځینې یې د دوی « دويم نسل» ګڼي، په وروستيو کې پر خپلو خواله رسنيو د خپل حکومت چارواکي او چارې يې په کنايوي ډول نقدوي او د « کار اهل کارو» ته د سپارلو غوښتنه لري.

معلومه نه ده، چې طالبان د « اهل کار» چارواکو د معلومولو لپاره کوم معيارونه لري؟

د دوی قاطع اکثریت چارواکي د مدرسو فارغان او په لیکو کې ېې د جمهوري نظام خلاف جنګیدونکي وسله وال دي، چې خورا لویه برخه یې عصري او تخصصي زده کړې نه لري.

7 COMMENTS

  1. ښه خبری یی کړی بس دا ټول د لاړ شی وطن د پریژدی ځکه دوی هم نا اهله دی او هم دروغجن دی

  2. که انس حقاني پۀ خپله خبره کې رښتونی وي لومړۍ دې خپل ترۀ خليل حقاني ته ووایي چې وزارت پریږدي ځکه مطلق بې سواده دی , ملا هم ندی ۔ پۀ اهلیت کې دوه شرطونه لازم دي ۔ تخصص او تقوی ۔ که دا شرایط تطبیق کړي بیا خو نو داخله وزارت ته بل کس باید معرفي شي۔

  3. دی پخپله کوم با اهله ده ! کوم يو ددوۍ ځناورو څخه د اهل خاوند ده. ټول جاهلان د علم او پرمختګ ضد دي.

  4. فکر کوم د انس حقاني مقصد به د لوړو زده کړو پرضد د ټالبانو له وزیر نه وي . هغه خو نه اهل دی ، نه ملا ، نه افغان او نه باسواده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب