دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د لويديځو سفارتونو په فرمايش جوړې شوې ادارې مو لغوه کړې

مجاهد: د لويديځو سفارتونو په فرمايش جوړې شوې ادارې مو لغوه کړې

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سولې او پارلمان په چارو کې د دولت د وزارتونو، ټاکنيزو کميسيونونو، د ولسمشر د ۸۵ مشاوريتونو او ځانګړو استازو د تشکیلاتو تر څنګ طالبانو یو شمېر هغه ادارې هم لغوه کړي، چې د لویدیزو هېوادونو په تقليد او یا د دغو هېوادونو د سفارتونو په فرمايش رامنځته شوې وې.

مجاهد یوې لویدیزې رسنۍ ته دا خبرې کړي، خو د لویدیځ په تقليد او فرمايش د جوړ شویو هغو ادارو نومونه یې نه دي اخيستي، چې طالبانو لغوه کړي دي.

د طالبانو د وياند په وينا، د دغو ادارو د لغوه کیدو پریکړه د طالبانو د وزيرانو شورا کړې ده.

د مجاهد په وينا، د سولې له تامينيدو سره اوس د سولې وزارت اړتيا نشته، پارلماني وزارت ته هم اړتيا نه ليدل کيږي او د ولسمشر د مشاوريتونو تشکیلات هم نور اړین نه دي.

 ذبيح الله مجاهد د بشري حقونو د کمیسیون په اړه ويلي، چې د نوم له بدلون سره به فعاليت کوي او د خلکو له اسلامي او بشري حقونو به دفاع وکړي.

د ټاکنيزو کمېسيونونو په اړه د طالبانو ویاند ویلي، چې اوس ورته اړتيا نشته او د اړتيا په صورت کې به رامنځته شي.

مجاهد نه دي روښانه کړي، چې د افغانستان کومې ادارې د لویدیز په فرمايش رامنځته شوې وې؟

د ټاکنيزو او بشري حقونو د کمېسيونونو د لغوه کیدو په اړه د طالبانو پریکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس وايي، چې طالبان که مشروعيت غواړي، باید ټاکنې وکړي او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړوند کميسونونه ضرور دي.

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد وايي، چې له ټاکنو څخه د طالبانو انکار به د دوی د مشروعيت پیدا کولو هڅې ناکامې کړې، ځکه اوسنۍ نړۍ پر ولسواکۍ ولاړه ده او ټاکنې د ټولو حکومتونو د مشروعيت اساس جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب