جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+حزب المجاهدين د کشمير ازادي غوښتونکي ولې او د چا لپاره ووژل

حزب المجاهدين د کشمير ازادي غوښتونکي ولې او د چا لپاره ووژل

ليکوال: ح حقوېش،
د ۲۰۲۱ز کال د ډسمبر په ۲۴مه او ۲۵مه د کشميريانو يوه تنظيم «نشنل(کشمير) سټوډنټ فیډرېشن» يو کنونينش رابللی وو، چې دې کنونينش ته د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین هم بلل شوی وو، چې بيا د کشمير حکومت په يوه اعلاميه کې د منظور پښتین په ورتګ بنديز ولګاوه، یاد دې وي چې تېره میاشت هم دلته په سهیلي پښتونخوا کې ایالتي حکومت د منظور پښتون پر راتګ بنديز ولګاوه، چې بیا منظور پښتون د خپل اولس په زور د بنديز باوجود راغی او یوه پراخه اولسي غونډه یې وکړه.
د پاکستان رياست چې څه ډول ظلم او قتل عام په پښتنو، بلوڅو او سينديانو کې کړی دی، همدا ډول ظلم او قتل عام یې د کشمير له هغو کشميريانو سره هم کړی دی، کومو ته چې دوی د اسلامي ورورولۍ په خاطر ازادي غواړي، کشميريان د ازادۍ په ځای دوی پخپله د ځان غلامان ساتلي دي، کشميريان له هند او پاکستان دواړو ځانته ازادي غواړي، له هيڅ بل حکومت سره ګډ حکومت ته تيار نه دي، خو پاکستان د‌ مذهبي جنونيت په خاطر د ځان غلامان ساتلي دي، هلته د خپل کنټرول د لاندې کشمير کې يې همداسې يو غلام حکومت جوړ کړی دی، چې د پاکستان هره پرېکړه پر ځان مني.
منظور پښتون د زورېدلو او محکمو پښتنو ترڅنګ د ټولو محکمو خلکو ږغ پورته کوي، او د هغوی لپاره د حق غوښتنه کوي، هغه د بلوڅو او سينديانو ترڅنګ د کشميريانو لپاره هم د حق غوښتنه کوي، چې له امله يې د کشميريانو په يوه کنونينش کې ګډون کاوه، او د پاکستاني رياست پر خوله د کشمير حکومت د ورتګ بنديز باندې ولګاوه.
کشميريانو د ازادۍ جبهې ګوند په ۱۹۷۷ز کال په بريټانيا کې جوړ کړ، دا د کشمير د ازادۍ ملي جبهې څخه جلا شوې ډله وه، چې د شلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې يې فعاليت درلود، که څه هم د ازادۍ جبهې ګوند د پاکستان مرستې منلې وې، خو ددوی د خپلواکۍ په مبارزه او غوښتنه کې تر ۱۹۴۷ز کال وړاندې د جمو او کشمير ايالت هغه سيمې هم شاملې وې چې اوس يې پاکستان کنټرولوي، ازادۍ جبهې غوښتنه دا وه چې هند او پاکستان دواړه دې کشميريانو ته خپلواکي ورکړي، خو پاکستاني چارواکي د خپلواکۍ په تړاو د ازادۍ جبهې له دريځ او ددوی د عملياتي ازادۍ له هيلې سره جوړ نه وو.
ای اېس ای په ۱۹۸۸ز او ۱۹۸۹ز کلونو کې هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د ناامنۍ تر پيلیدو لږ وروسته د هندي واکمنۍ له مخالفو کشميري ډلو سره خپل ملاتړ پراخ کړ، ای ايس ای د کشمير د جماعت اسلامي او د ازادۍ جبهې له سيکولر ملتپاله ګوند سره په اړيکه کې وه، ياد ګوندونه تر کلونو په کشمير کې د دوو مهمو ډلو په توګه پېژندل شوي وو، په کشمير کې ناامنۍ پاکستان ته فرصت ورکړ، چې په افغانستان کې د روسيې پرضد مقاومت پرمهال لاسته راغلې تجربې په کشمير کې وازمويي، د ای ايس ای په اداره کې د کشمير څانګه جوړه شوه چې د کشميري وسلوالو د ګومارنې، روزنې او پر وسلو سمبالولو مسووليت يې درلود، پاکستان د ازادۍ له جبهې سره همکاري محدوده کړه، او تر ډيره يې پام د جماعت اسلامي ګوند او د حزب المجاهدين په نامه ددغه ګوند يوې وسلوالې ډلې ته واړاوه. هند چې په کشمير کې عمليات پيل کړل، ياغيان او ددوی د کورنيو غړي يې وځپل، ای ايس ای دې پايلې ته ورسېده چې پاڅون يوازې کشميريان پرمخ نشي بېولای، ای ايس ای د ۱۹۹۱ز کال په پای کې پاکستانيو او نړيوالو رضاکارانو سره چې د افغان جهاد پخواني جنګيالي پکښې شامل وو مرسته وکړه، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير ته واوړي او د هندي ځواکونو پرضد چېرکي بريدونه وکړي، ځکه نو د کشمير د خپلواکۍ مبارزه د اسلامپالو له نړيوال جهاد سره وتړل شوه.
د ازادۍ جبهې په ۱۹۸۹ز کال کې هغه وخت مهمه بریا ترلاسه کړه چې وسله والو يې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د کورنيو چارو د وزير لور وتښتوله او بدل کې يې د هند له يوه زندانه خپل شپږ ملګري خلاص ګړل، خو پاکستاني چارواکي د خپلواکۍ په تړاو د ازادۍ جبهې له دريځ او ددوی د عملياتي ازادۍ له هيلې سره جوړ نه وو، ای ايس ای له پخوا نه په افغانستان کې د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته د مجاهدینو د مختلفو ډلو ترمنځ د قدرت د ترلاسه کولو پرسر د سياليو له امله له ستونزو سره مخ وه او د يوه افسر په وينا يې دوی نه غوښتل چې د کشمير جنګيالي د فلسطين د ازادۍ د جنګياليو پڅېر خپلواک واوسي، پاکستان له پیله هڅه کړې وه چې د کشميريانو مبارزه په خپل کنټرول کې وساتي.(۱)
ای اېس ای د ۱۹۹۰ز کال په اګست کې د بېنظير بوټو د حکومت تر برطرفۍ لږه موده وروسته په چټکۍ لاس په کار شوه چې د کشمير د پاڅون کنټرول ترلاسه کړي، د اسلامي جمهوري اتحاد حکومت چې نوازشریف يې مشري کوله، د ټاکنو د کمپاين پرمهال د کشمير د ازادۍ لپاره د عامو خلکو ملاتړ ترلاسه کړی و، په اسلامي جمهوري اتحاد کې د جماعت اسلامي ګډون د پاکستان حکومت ملکي او پوځي ادارو ته موقع ورکړه چې د يو بل په همغږۍ عمل وکړي، د شریف حکومت د لومړي کال پرمهال د جماعت اسلامي ګوند د حزب المجاهدين ډلې په کشمير کې پر وسله والو ډلو تسلط وموند.(۲)
د کشمير د ازادۍ خوځښت چې د وخت په تېرېدو په مذهبي جهاد بدل شو چې د حزب المجاهدين په ګډون نورې مذهبي ډلې پکښې وې، نو لومړی هدف یې د ازادۍ جبهې ګوند و، د جماعت اسلامي حزب المجاهدين ډلې له هندي ځواکونو سره د جګړې ترڅنګ د ازادۍ جبهې پرضد هم «جهاد» پيل کړ، د حزب المجاهدين ځينې مشران اوس دا حقيقت مني.(۳)
د ازادۍ جبهې مشر امان الله خان په ۱۹۹۱ز کال په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل: چې د حزب المجاهدين ډله نه يوازې د ازادۍ جبهې مبارزین له منځه وړي، بلکې د هند پوځ ته زموږ پټنځايونه هم ورښيي چې له امله يې تراوسه د ازادۍ جبهې ۵۰۰ مهم قوماندان شهيدان شوي دي، د کشمير په مظفر اباد کې د ازادۍ جبهې يوه مشر وويل: په حقيقت کې ای ايس ای حزب المجاهدين ته دنده سپارلې وه چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ازادۍ جبهه په بشپړ ډول له منځه يوسي، دا ځکه چې د ازادۍ جبهې خپلواک کشمير غوښت او بل دليل يې دا و چې د ازادۍ جبهه د ای ايس ای له اغيزه خپلواک تر ټولو ستر ګوند و.(۴)
پاکستان چې واک او اختيار يې ټول له پوځ سره دی، هغوی هر وخت په دې هڅه کې دي چې خلک د ځان غلامان وساتي، کشميريان کلونه کلونه په همدې ډول د ځان غلامان وساتل، هڅي دلته خلکو ته وایي چې هند د کشمير له مسلمانانو سره ظلم کوي، خو دوی له هنده زيات د کشمير له مسلمانانو سره ظلم کوي، او بيا خپل ظلم د مذهبيانو پر جذباتو پټوي.
اخذليکونه:
۱: پاکستان د جومات او پوځ ترمنځ/ليکوال: حيسن حقاني ژباړن: بسم الله مومند، ۴۰۴م مخ،
۲: همدا کتاب ۴۰۵م مخ،
۳: همدا کتاب ۴۰۶م مخ،
۴: همدا کتاب ۴۰۶م مخ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب