جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد داعش یو غړی په دفاع وزارت کې عمومي رييس ټاکل شوی...

د داعش یو غړی په دفاع وزارت کې عمومي رييس ټاکل شوی و

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر او د دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطف الله حکیمي وايي، چې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د داعش يو غړی د دفاع وزارت د يوې برخې عمومي رییس ټاکل شوی و.

نوموړي دا خبره له شمشاد ټلويزيون سره د يوه يوې مرکې پر مهال وکړه، خو د دغه کس نوم او نور جزییات یې وړاندې نه کړل.

د مفتي حکيمي په وينا، چې د هغه کس په اړه خپله دی شکمن شوی او خپل دا شک يې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره شريک کړی و.

د طالبانو د ليکو د تصفيې کميسيون مشر وايي، چې ملا یعقوب ورته د دغه شک په اړه د پلټنو وويل، چې د پلټنو په ترڅ کې يې شک ريښتيا ثابت شو.

حکيمي په دې مرکه کې دا هم وويل، چې د دغه کس نوم نه اخلي، ټول یې پېژني.

معلومه نه ده، چې دا مشهور کس څوک او د دفاع وزارت د کومې برخې عمومي رییس ټاکل شوی و.

حکيمي په دې مرکه کې ټينګار وکړ، چې تر مشرۍ لاندې کميسيون به یې د طالبانو لیکې له ناوړه خلکو په ښه توګه پاکوي او په دې برخه کې خلک بايد مرسته ورسره وکړي.

پرون د طالبانو د ليکو د تصفيې کميسيون وویل، چې څه باندې ۱۸ سوه تنه یې د خپلو یو شمېر ولایتي رييسانو او د مخکيني حکومت د يو شمېر چارواکو په ګډون له خپلو لیکو تصفيه کړي او يو شمېر خلک، چې باید تصفيه شوي وای، خپله د دوی له لیکو وتلي.

ياد شوي کمېسيون يو شمېر تصفيه شويو کسانو ته د دوسيو د برابرولو او محکمو ته يې د دوسيو د سپارلو خبر هم ورکړی.

1 COMMENT

  1. فکر نکړم چې يو سوک د دومره کم عقل شي چه د داعش غړ يتوب د ولري او ياد کومک ورته برابر کړي حکه چه شرعي توجه نشته. ممکن دا ريس چه د داعش تورن شوي سلفي فکره وي چه اوس سلفيان د داعش په رنګ رنګ شوي. والله اعلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب