جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پنجاب والي بریتانوي سیاستوالو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د پنجاب والي بریتانوي سیاستوالو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏ د پاکستان د پنجاب والي چوهدري محمد سرور پرون په خپل کور کې د بریتانیا د کارګر ګوند له مرستیالې آنجلا راینر او یوه ملګري پلاوي سره یې لیدلي.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې نوموړي په دې لیدنه کې له بریتانوي سیاستوالو وغوښتل، چې د خپل حکومت او نورو منابعو له لارې امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه د خپلو سیاستونو بدلولو ته وهڅوي.

د پنجاب والي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د خپل صدراعظم عمران خان د هڅو له یادونې سره ویلي، چې نور هېوادونه هم باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او اقتصادي خوندیتوب لپاره د پاکستان ملتیا وکړي.

د دغه پاکستاني والي په خبره، چې هېواد یې له کوم قیدو شرط پرته افغانستان ته بشري مرستې استوي او نور هېوادونه هم باید زر مرسته وکړي،څو د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوی وشي.

د یوه بل خبر له مخې: د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هم د پخوا په څېر د افغانستان په اړه له بهرنیو چارواکو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکوي او تازه یې د اسټرالیا له یوه ورغلي پلاوي سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي.

جنرال باجوه پخوا هم د افغانستان د وضعیت په اړه بهرنیو چارواکو سره لیدل، خو د پنجاب د والي ورته لیدنې او خبرې د طالبانو له واکمنیدو سره پيل شوي.

د پنجاب والي مخکې بریتانیا او ترکیې ته د رسمي سفرونو پر مهال هم له یو شمېر بهرنیو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت یو شمېر منتقدین دوی تورنوي، چې پاکستان ترې د افغانستان واګې یرغمل کړي او عملاً د پاکستان چارواکي پر نړیوال سټېج د افغانستان د استازیتوب حق ځانته ورکوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ له پاکستاني صدراعظم څخه په څرګندو او ټکیو وغوښتل، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او په استازیتوب یې پر نړیوال سټيج له څرګندیدو نوره ډډه وکړي.

پاکستاني او طالب چارواکو په دې اړه اعتراضونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب