شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، له طالبانو سره سلا شوی چې د ازغن سیم مسله...

پاکستان وايي، له طالبانو سره سلا شوی چې د ازغن سیم مسله به په تفاهم حل کوي

تاند (شنبه، د جدي ۴مه) پاکستان وايي، د طالبانو له موقت حکومت سره موافقې ته رسېدلی چې پر «پوله» د ازغن سیم د تېرولو مسله د خبرو له لارې حل کړي.

پاکستان ابزرور ورځپاڼې د یوه جګپوړي چارواکي په قول لیکلي چې دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د ننګرهار ولایت په یوه برخه کې طالب جنګیالیو ازغن سیم لېرې کړ.

دغه پاکستاني چارواکي، چې ورځپاڼې یې نوم نه دی څرګند کړی، وویل، د طالبانو د استخباراتو یوه سیمه ییز مشر هڅه وکړه چې ازغن سیم لېرې کړي خو هغه دا کار د خپل مشرتابه له تاییده پرته کړی و.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، له پېښې سمدستي وروسته پاکستان او طالبانو په لوړه کچه تماس ونیوه او موافقه یې وکړه چې دا مسله د خبرو له لارې هواره کړي.

ده زیاته کړه «دواړه خواوې تفاهم ته رسېدلي چې ترینګلتیا به نه پراخوي.»

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیان دې ولسوالۍ ته څو کیلومتره دننه ورغلي او له ډیورند کرښې دې خوا یې ازغن سیم تېر کړی دی.

پاکستاني چارواکي ابزور ورځپاڼې ته په ضمني ډول منلې چې سیم څه نا څه وروسته وړاندې شوی خو دواړو خواوو منلې چې په خبرو او دوه اړخیز تفاهم به یې حل کړي.

ده دا هم ویلي چې افغان لوري ته یې ویلي چې پاکستان به وروسته له دې ازغن سیم نصیب کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سیم د تېرولو پر ځای همږغي وشي.

ورځپاڼه ادعا کوي چې له پېښې وروسته د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب، چې د طالبانو د موسس ملاعمر زوی هم دی، سیمې ته لاړ او طالب قوماندانانو ته یې لارښوونه وکړه چې بیا داسې ونه کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي رسنیو ته ویلي و چې طالب ځواکونو د هغو پاکستاني پوځیانو مخه نیولې چې غوښتل یې په ننګرهار ولایت کې په غیرقانوني ډول ازغن سیم نصب کړي.

1 COMMENT

  1. ما مخکی هم په خپل یو بل کومینت کې لیکلي و چې که دا پیښه رښتیا وي نو دابه د طالبانو لیکو کې د یو څو تنو غیرتی او په وطن مین ځوانانو کار وي، د طالب مشرانو تګ سیمی ته او بیا پاکستاني چارواکو ته د هغوی لخواه د دی خبری اطمینان چې نور به داسی پیښتی نه تکراریږي ، په خپله زما وړاندوینه تائیدوي.
    څو میاشتی مخکی هم تورخم کې څو تنو غیرتي طالبانو د پنجاب بیرغ له موټره ښکته کړی و چې بیا وروسته ذبیح الله مجاهد خپل مصاحبی کې وویل چې هغوی ترتحقیق لاندی دي.
    د طالب مشران ټول په پاکستان کې کورنۍ ښارګوټي،جایدانونه او شتمنۍ لري هغوي په اوسني شرایطو کې مجبور دي د پاکستاني چارواکو له هری قومندی او دستور ته غاړه کیږدي.
    که طالبان غواړي ځان د پاکستانی آی ایس آی له نفوذ او امرونو نه خلاص کړي اړینه ده هرڅومره ژر چی کیدای شي خپل کورنۍ دې له پاکستانه خپل هیواد ته انتقال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب