جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهط د پوتين د تازه څرګندونو هرکلی وکړ

ط د پوتين د تازه څرګندونو هرکلی وکړ

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه)‏د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستيو څرګندونو هرکلی وکړ.

پوتین په تازه څرګندونو کې يې ويلي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی د بيان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ مخالفت او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی.

د روسیې ولسمشر دا هم ويلي، چې هېواد يې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره هڅه کوي او د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه کوي.

ډ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د پوتین د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په يوه خبري کنفرانس کې لويديځ د افغانستان له بيارغونې سره په ډېرې مرستې مسوول ګڼلی.

د هغې دا څرګندونې يو شمېر شنونکو له طالبانو سره له ډېرو مرستو د روسیې د ځان خلاصولو نښه او پلمه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب