جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+روسیې ګوګل کمپنۍ ۹۸ ملیون ډالره جریمه کړه

روسیې ګوګل کمپنۍ ۹۸ ملیون ډالره جریمه کړه

تاند (شنبه، د جدي ۴مه) په روسیه کې یوې محکمې پرون ګوګل کمپنۍ په دې خاطر په ۹۸ ملیون ډالره جریمه کړه چې هغه مطالب یې لېرې نه کړل چې په روسیه کې غیرقانوني ګڼل کېدل.

ګوګل کمپنۍ ویلي چې د کوم اقدام تر کولو مخکې به د محکمې د پرېکړې په اړه غور وکړي.

دا لومړی ځل دی چې په روسیه کې د ټکنالوژۍ یوه ستره کمپنۍ دومره زیاته جریمه کېږي.

د روسیې د رسنیو څارونکې ادارې څو میاشتې پخوا خبرداری ورکړی و، که د ټکنالوژۍ کمپنۍ د روسیې قوانین رعایت نه کړي، سزا به ورکړي.

د روسیې حکومت سږ کال پر انترنیټ د لا زیات کنټرول لپاره د ټکنالوژۍ پر کمپنیو فشارونه ډېر کړي دي.

د روسیې حکومت د ټکنالوژۍ کمپنۍ په دې تورنوي چې د خپلو مطالبو محتوا یې په مناسب ډول بدله کړې نه ده او د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

روسیې تر دې وړاندې په خپله خاوره کې د ټویټر سرعت کم کړی و.

دې هیواد په وروستیو کې ډېره هڅه کړې چې له نړیوال انترنیټ څخه جلا انترنیټ جوړ کړي چې یوازې یې روسان کتلی شي او په دې توګه د نورې نړۍ انترنیټي شبکې په خپل هیواد کې یومخ بندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب