جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: د ډیورند کرښې پر اغزن تار تازه پريکړه شوې

پاکستاني رسنۍ: د ډیورند کرښې پر اغزن تار تازه پريکړه شوې

تاند:( شنبه، د جدي څلورمه) پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې پاکستان او طالب چارواکو په لوړه کچه د ډیورنډ کرښې د اغزن تار په اړه پټه هوکړه کړې.

وی شوي، چې دا هوکړه د طالبانو له لوري د دغه تار له شلولو وروسته شوې.

ایکسپریس ټريبيون زیاتوي، چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د اغزن سيم له شلول کیدو وروسته، د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سیمې ته ورغلی.

د ورځپاڼې په حواله، هغه ځايي طالب چارواکو ته امر کړی، چې له دا ډول پارونکو اقداماتو څخه نوره ډډه وکړي.

ويل شوي، چې طالب چارواکو پاکستان ته د ننګرهار د استخباراتو د رييس ډاکټر بشیر له لوري د اغزن سيم شلول د هغه شخصي اقدام ګڼلی او په راتلونکي کې يې د داسې اقدام د نه ترسره کیدو ډاډ ورکړی.

پاکستاني ورځپاڼې نه دي ويلي، چې د پاکستاني چارواکو او طالبانو نوې هوکړه څه ډول ده او د دواړو لوريو کومو چارواکو کړې ده؟

نيږدې يوه اونۍ مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر په لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښې د لګول شوي اغزن سيم د شلولو او پاکستاني لوري ته د ګواښونو ویډیو خپره کړه.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه رسنيو ته څه ونه ويل.

وروسته د دوی لوی درستیز او په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي هم لعلپورې ته لاړل او ان د پاکستان پر وړاندې یې د خپلو ځواکونو د تیارسئ خبر ورکړ.

طالبانو د ایکسپریس ټريبيون د تازه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. د پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼه فوځی او استخباراتی پاڼه ده،
    حقیقت دادی چه ریښتینو افغانانو لر او بر او د طالیبانو اسلامی امارت نه غواړی چه نور د پاکستان دوکو، استخباراتی لوبو او هزار ډرامو ته غوږ ونیسی، نو اوس یی مټی رانغښتی چه انشالله دغه ګنډه تار او اغزن سیم به په دغه 2500 کیلو میتره کی شکوی او واپس به یی د پاکستان په کباړیانو په نقدو پیسو خرڅوی،
    پنجابیان دوه میاشتی چریکی جګړه نشی کولای په دغه 2500 کیلومیتره بی معنا خط دواړو غاړو ته افغان او پاکستانی طالیبان او پښتانه پراته دی، او دغه دواړه د دغه اغزن سیم سرسخت خلاف دی، انشاالله په دغه اغزن سیم به ډیر ژر چور او تالان شروع شی

  2. تاندوالو !
    تاسو پاسنی راپور دآبزرور ورځپانی او پاکستانی رسنیو حواله ورکړې ده. لطفا په پاکستاني رسنیو کې ددغه راپور لینک او نېټه ولیکی . که یې تصویر په خپل راپور کې خپور کړی نوخورا غټ کار به مو کړیوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب