شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د انسان د زړښت په اړه په فضا کې څېړنې کېږي

د انسان د زړښت په اړه په فضا کې څېړنې کېږي

تاند- ټاکل شوې د ه چې د انسان د عضلې کوچنۍ حجرې فضا ته واستول شي چې په فضا کې د انسان د عمر له اوږدېدو سره د مرستې لپاره پرې ازمښت وشي.

د پریس اسوسییشن د راپور له مخې، دا پروژه چې ماکرو اېج (MocroAge) نومېږي، نن (سې شنبه) نړیوال فضايي تمځي ته وړل کېږي.

وړل کېدونکې حجرې د وریجې د یوې دانې هومره دي او په یوه وړه اله کې، چې اندازه یې د یوه پنسل تراش هومره ده، ساتل کېږي.

کله چې حجرې فضا ته ورسول شوې د عضلې په نسج کې د الیکتریکي تحریک په وسیله انقباض پکې رامنځته کېږي او په دې ډول به څېړونکي له نژدې پرې غور کوي.

دا څېړنه د بریتانیا د لیورپول پوهنتون څېړونکي د خپل هیواد د فضايي تحقیقاتي ټولنې په مالي لګښت کوي.

په وروستیو کلونو کې د علمي څېړنو لپاره یو شمېر هیوادونو فضا ته مخه کړې ده. نړیوال فضايي تمځی د داسې څېړنو لپاره ډېره اسانتیا رامنځته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب