Homeخبرونهملا حسن اخند له يتيمانو او معلولانو سره مرستې اعلان کړې

ملا حسن اخند له يتيمانو او معلولانو سره مرستې اعلان کړې

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) طالبان وايي، چې د سرپرست حکومت د وزیرانو مشر يې ملا محمد حسن آخند له یتیمانو، فلج وهلو او معلولانو سره د مرستې امر کړی.

هغه د کابینې د تائيد په ملتيا ويلي، چې د شهیدانو او معلولانو وزارت دې له خپل پلان سره سم د شهیدانو کورنیو او نورو خلکو ته مرستې ووېشي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، په دې پریکړه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته د هر یتیم پر سر ۲ زره افغانۍ، هر فلج ته ۱۵ زره افغانۍ او هر د دوو اندامونو معلول ته ۱۰ زره افغانۍ د کومک په توګه ورکړي.

د دې مرستې بوديجه او نور جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې ۴ مياشتې کيږي، خو تر اوسه یې لسګونو زره رسمي مامورينو ته معاشونه نه دي ورکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په وروستۍ غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د معاشونو په ورکړه کې د پاتې راتلو تر حده د طالبانو د حکومت اقتصادي ستونزې به د دوی حکومت د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

طالبانو په دې اړه د عمران خان څرګندونو او د معاشونو د څو مياشتيني ځنډ د لاملونو په اړه د دولتي کارکوونکو نیوکو ته ځواب نه دی ویلی.

1 COMMENT

  1. امر کړی.
    جمله چې خلاصېږي بهتره دا ده چې داسې ولیکل شي (امر کړی دی.) دا د (غله بانک وهلی/وهلی دی)، (سړي اودس کړی/کړی دی) په څېر دي. که جمله دوه برخې ولري او په کامه جلا کیږي بیا دغسې له (دی) پرته پروا نه کوي. مثلا: ملا حسن اخوند د مرستو د ورکولو امر کړی، او ویلي یې دي چې دا مرستې د ثواب لپاره دي. خو داسې چې جمله پرې خلاصیږي بیا باید (دی) ورسره راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...