جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهط چارواکي: ننګرهار کې مو ځواکونه د پاکستان پر وړاندې په تیارسئ...

ط چارواکي: ننګرهار کې مو ځواکونه د پاکستان پر وړاندې په تیارسئ حالت کې دي

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) طالبان وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې له ډيورنډ فرضي کرښې سره خپل ځواکونه د پاکستان پر وړاندې د تیارسئ حالت کې درولي.

د ننګرهار ولايت ‌مقام په يوه اعلاميه کې راغلي، چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړی او له ځانه سره وړی دی.

 خبرپاڼه زياتوي، چې په ختيځ زون کې د طالبانو تنظیمه مشر او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د خپل مرستيال او پوځي مسولينو په ملتيا له یادې سيمې ليدنه کړې او خپلو ځواکونو ته يې د هر راز ملاتړ او چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د غير رسمي تبلیغاتو په سلسله کې، تېره شپه يوه ويډيو هم خپره شوې، چې ځايي طالب چارواکي پکې له لیرې ځایه پرته له دې چې پاکستانی لوری ولیدل شي، په توندو الفاظو ګواښي.

په ويډيو کې یو طالب مشر ، چې ويل کيږي په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر دی، د لالپورې ولسوالۍ په صفري نقطه کې ولاړ ښکاري او د یوې پاکستانۍ پوستې ساتونکو ته د دوی لخوا د تازه تاسیساتو د جوړولو پر سر خبرداری ورکوي او د فعالیتونو د درېدو غوښتنه ترې کوي.

دغه طالب مشر پاکستاني لوري ته وايي، چې تر یهودو هم د پاکستان خلاف جهاد ته ډېر لېواله دی او پاکستان نه بايد د افغان حریم له نقضولو سره دغه زمینه ورته برابره کړي.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاکستاني مقاماتو هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.

يو شمير افغانانو د طالبانو د دغه ادعا شوي عمل ستاینه کړې، خو ځينو نورو د شک په سترګه ورته کتلي او ويلي، چې په دې ډول طالبان له پاکستان سره د خپلو پېچلو او نا تعريف شویو اړیکو په اړه عامه ذهنیت بدلوي.

 پرون له پاکستان څخه کابل ته له راستنېدو سره سم د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د پاکستاني صدراعظم عمران خان د یکشنبې ورځې د هغو څرګندونو دفاع وکړه، چې د افغانستان په اړه یې لرلې.

متقي د عمران خان دا خبره د هغه شخصي نظر وباله، چې ویلي وو افغانان په کولتوري لحاظ د ښځينه وو له زده کړو سره حساسيت لري، تېرې حکومتولۍ یې ناکامه وې او دغه هېواد نه پاکستان ته د داعش د خطر غځیدو ګواښ موجود دی.

متقي د عمران خان دا خبرې، هغه هم اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ده د موجوديت پر مهال د عمران خان شخصي نظر وباله.

طالبان په وروستيو کې د پاکستان په لاسپوڅي توب او د ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو لپاره یې په کار کولو ډېر تورنیږي، خو دوی دا تورونه بې بنسټه او بې ځايه تبلیغات ګڼي.

1 COMMENT

  1. د ډیورنډ د کرښی بحث یو حساس بحث دئ.
    د تاریخی – عینی پیښو د صندلی* تر بړستنی لاندی د کاربن ډی اکسایډ د تنفس له کبله د اکتوبر د انقلاب او د هغه د کورنۍ د غړو د تدریجی مرګ وروسته که د ډیورنډ کرښه زموږ لخوا په رسمیت پېژندل سوې وای نو ممکن نن ورځ زموږ سیاسی- اجتماعی- اقتصادی وضعیت کومه بله بڼه ( مطلوبه او مناسبه بڼه) درلودای.
    په هر حال،
    د طالب هڅی د ډیورنډ د کرښی د اغزن دیوال د لیری کولو په هکله، ظاهراً شاید ښه کړنه وګڼل سی خو د طالب او پاکستان تر منځ د مُښتی ” ناف ” منظرې ته په کتو سره دا به یو نمائشی او تبلیغاتی عمل وی.
    اوسمهال خو د ډیورنډ د کرښی د حقانیت یا بطلان مسئله موږ ته کومه خاصه ګټه نه رسوی ځکه پاکستان د خپلو پټو او ښکاره اربابانو په اجازه او اِشاره په اصطلاح پر موږ ” سایه * ” کړېده او وزرونه ئې را باندی خپاره دی. وګورو چی وروسته څه پېښېږی.
    * صندلی = د کنداریانو په فرهنګ کی هغه مربع شکل ټیټ میز دئ کوم چی د ژمی په موسم کی پر نغَری سربیره پروت او یو غټ بړستن پر اوار او د کورنۍ غړو پښې په ننه ایستلی وی.
    * ” سایه” = پر چرګی باندی د چرګ عاشقانه او رضائیتمندانه یا تجاوزکارانه سپرېدو ته سایه وائی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب