Homeخبرونهکابل کې بې ممانعته لاریون، د کنګل شویو بانکي زېرمو د...

کابل کې بې ممانعته لاریون، د کنګل شویو بانکي زېرمو د ‌را خلاصیدو غوښتنه یې وکړه

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) په کابل کې سلګونو تنو د امریکا د تړل شوي سفارت مخې ته د لاريون پر مهال له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو بانکي زېرمې د خلاصون غوښتنه وکړه.

دوی، د امريکا ياد شوی عمل د بشري حقونو نقض وباله او دغه هېواد یې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورين عامل یاد کړ.

د دغه لاريون پر مهال طالبانو د ښار يو شمېر لارې د امنیت ساتلو لپاره تړلې وې او د نورو لاریونونو برعکس، چې د طالبانو په خلاف وې، د ممانعت پر ځای یې د طالبانو له لوري ملاتړ وشو.

ځينو رسنيو د یو شمېر دولتي ادارو د کارکوونکو په حواله خبر ورکړی، چې طالب چارواکو په زوره دغه لاریون کې ګډون ته اړ ويستي وو.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځينو وياندويانو یې د لاریون ویډیو خپره کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند څه موده مخکې وويل، چې د دغو کنګل شویو پیسو په اړه پریکړه ستونزمنه شوې او دا کار به اوس د امريکا عدلي او قضايي نظام کوي.

د امريکا محکمې ته د سپتمبر د یوولسمې پېښې د شاوخوا یو نیم سل قربانيو د کورنيو وکیلانو شکايت کړی او ویلي، چې د افغانستان د کنګل شویو دغو پيسو ۷ میلیارده یې باید دوی ته د سپتمبر د یوولسمې پېښې د جبران خسارې په توګه وړکړل شي.

د يادې پېښې پر وخت طالبان پر افغانستان حاکمان وو او د القاعده مشر اسامه بن لادن ته یې، چې د پېښې په ترسره کولو تورن و، پناه ورکړې وه.

طالبانو د امريکايي قربانیو د کورنيو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د رييس الوزرا مرستيال یې مولوي عبدالغني برادر ویلي: دغه پیسې د اشرف غني نه وې، د افغانستان د خلکو وې او باید افغانانو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...