یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ ته د مشهورو سوداګرو په ګډون نوي غړي وټاکل شول

کرکټ بورډ ته د مشهورو سوداګرو په ګډون نوي غړي وټاکل شول

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دغه بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف په ګډون د دغې ادارې د بورډ لپاره نهه غړي معرفي شول چې میرویس اشرف به یې مشري پر غاړه لري.

د سرچينې په حواله دغه ټاکنې د رییس الوزرا د ۵۵۸ شمېرې د حکم پر بنسټ شوي، چې میرویس اشرف پکې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس او د بورډ د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

 د نوموړي ترڅنګ ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزی، د کام ایر هوايي شرکت مشر زمری کامګار، ملي سوداګر عبیدالله صدرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خان جان الکوزی, د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر خالد حاتم، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی الله داد نوري، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د نوولس کلنو ملي لوبډلې روزونکی رییس احمدزی او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس رحمت الحق فضیل د بورډ د غړو په توګه معرفي شوي دي.

 په دغه حکم کې د کرکټ پر بې پریتوب او خپلواکي ټینګار شوی دی او د بورډ له ټولو غړو غوښتنه شوې ده، ترڅو د افغانستان له کرکټ بورډ ادارې سره په اړوند چارو او د مالي همکاریو د راجلبولو په ډګر کې بشپړه همکاري وکړي.

 دا ټاکنې په داسې مهال شوي، چې کرکټ نړیوالې شورا څو مياشتې وړاندې په افغان کرکټ بورډ کې د طالبانو د پرله پسې مداخلو له کبله دوی ته خبرداری ورکړ.

د کرکټ ځينو مینه والو د دې ټاکنو هرکلی او ځينو نورو مخالفت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب