یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيو صراف او ۳ زده کوونکي تښتول شوي

يو صراف او ۳ زده کوونکي تښتول شوي

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د‌‌ انسان تښتونې پېښو له زیاتیدو سره نن په ننګرهار ولایت کې د یوه صراف او په هرات ولايت کې د درېيو زده کوونکو د تښتولو خبر ورکړل شوی.

د ننګرهار د صرافانو مشر مصطفی رحيمي ویلي، چې يو تن صراف پرون د دې ولايت له مرکز جلال اباد ښار څخه تښتول شوی دی.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې صرافانو نن د همدې پېښې په غبرګون کې کار بنديز کړی او پر طالب چارواکو د صراف د خوشې کولو او عاملانو د نیولو غږ کړی.

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره شپه د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د جلال اباد ښار په قصبې سیمه کې پر بوه کور له درنې جګړې وروسته وويل، چې په دغه کور کې یې ۳ انسان تښتونکي وژلي او ۲ نور یې ژوندي نیولي دي.

يو شمير ځايي خلکو بيا ويلي، ورته عمليات ډېر ځله د داعش ډلې خلاف کیږي، چې وروسته د انسان تښوونکو خلاف د عملياتو نوم ورکول کېږي.

د يوه بل خبر په اساس، د هرات ښار له پینځمې امنيتي حوزې څخه نن د افغان- ترک ښوونځي ۳ زده کوونکي هم تښتول شوي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو مطبوعاتي مسوول ثابت هروي ویلي، چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره که څه هم جګړه تر ډېره حده دریدلې او مرګ ژوبله یې خورا کمه شوې، خو جنایي پېښې او په خاص ډول انسان تښتونه او وسله والې غلاوې لا هم په مختلفو سیمو کې دوام لري، چې خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب